Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: رسمیت پېژندنه د افغانانو حق دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/30

اسلامي امارت د تېرو درې کلونو په موده کې له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پیدا کړي او تعامل لري، خو لاهم هېڅ هېواد په رسمي توګه  د اسلامي امارت د رسمیت پيژندنې اعلان نه دی کړی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا تمه لري چې هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني او رسمي اعلان یې وکړي.

مجاهد د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، رسمیت پيژندنه د افغانانو حق دی او د خپل حق غوښتونکي دي.

هغه زیاتوي:« اسلامي امارت د خپلو حقونو غوښتونکی دی، اعلان په بڼه رسمیت پېژندنه هم د اسلامي امارت غوښتنه او د افغانانو حق دی؛ خو د یادونې ده چې دا اوس هم ګڼ هېوادونه له موږ سره په رسمي تعامل کې شریک دي، ځېني هېوادونه له دې بهیره بهر دي او هغوی ته هم بلنه ورکوو چې دې موضوع ته راشي. اوسنۍ ناستې هم بې له شکه چې په دې موضوع اغېز کوي، ځکه چې ډېر ابهامات هوارېدلی شي.»

مجاهد وايي،اوس هېوادونو دا درک کړې چې د دوی له حضور پرته هم افغانستان پرمختګ کولی شي، خو هېوادونو ته پکار دي چې د افغانستان په اقتصادي ودې او ثبات په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي.

هغه زیاتوي:« « دغه وضعیت باید هغو هېوادونو درک کړی وی چې تر اوسه په دې موضوع کې غیر حاضر دي. زموږ هیله دا ده چې اوس هغوی په اسانۍ په دې پوه شي چې افغانستان د هغوی له حضور پرته هم پرمخ تللی شي؛ خو ښه دا ده چې ټول د افغانستان په چارو کې ونډه واخلي، په ابادۍ، اقتصادي ودې او ثبات ساتنې دې ټولو برخو کې موږ له دوی همکاري غواړو او هغوی باید له خپلې وسې سره سمه همکاري وکړي. موږ غواړو د افغانستان له ټولې نړۍ له لودیځه تر ختیځه د سیمې او اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.»

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد په ځینو رسنیو کې هغه خپاره شوي شایعات په کلکه رد کړل چې ګنې د اسلامي امارت په لیکو کې اختلافات موجود دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په خپاره شوي اختریز پیغام کې پر یووالي ټینګار د اختلافاتو د موجودیت په مانا نه دی بلکې ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت غړو لپاره د یووالي لا ټینګښت لپاره یوازې یوه توصیه وه.

هغه زیاته کړه:« د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري چې هغه وینا شوې وه، هغه د اختر یوه نصیحتي وینا وه. تاسې پوهېږۍ چې له اختر یوه ورځ مخکې عرفه تېره شوې وه، د حج مراسم و او د حج مراسم د امت د وحدت ورځ ده، همداراز د اختر په لمانځه کې ډېرې جمعې یو ځای کېږي او په یو ځای د اختر لمونځ ادا کوي چې دا هم د وحدت او اتفاق ورځ ده؛ نو هلته لازمه وه چې عالیقدر امیرالمومنین حفظ‌الله ډېر تمرکز د خلکو پر یووالي وکړي، ځکه موږ چې دا ۴۰ یا ۴۵ کاله کومې ستونزې لرو،ټولې  د اختلاف له امله دي، په دې ټکي تمرکز په دې مانا دی، چې افغانان د پردیو د دسیسو ښکار نه شي، د افغانستان د ابادۍ، سوکالۍ، ښېرازۍ، امنیت و ثبات لپاره وحدت کلیدي موضوع ده، چې دا وحدت د ملت په سطحه هم اړین دی، د امت په سطحه هم اړین دی او د اسلامي امارت په سطحه هم اړین دی، ځکه دا ټولې برخې چې سره همغږې شي نو موږ پایلې ته رسېږو، دا خدای مه کړه د اختلافاتو په مانا نه ده او نه د کومې وېرې احساس دی، بلکې توصیه ده.»

له دې وړاندې ځینو رسنیو چې له بهره نشرات لري، راپورونه خپاره کړل  چې ګواکې د اسلامي امارت په لیکو کې د اختلافاتو موجودیت له امله د اسلامي امارت مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې د یووالي خبره کړې.

اوس اسلامي امارت دغو راپورونو ته په غبرګون کې وایي، هېڅ ډول اختلافات یې په لیکو کې نشته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist