Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

روسیه دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته د ستونزو حل لپاره مهم ميکانېزم بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/30

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دوحې راتلونکې درېیمه ناسته هغه مهال ګټوره تمامېدای شي، چې په پایله کې يې د سرپرست حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همکاريو چينل رامنځته شي.

کابلوف چې خپله هم په دوحه کې د دې ناستې ګډونوال دی، هیله‌ من دی چې دغه ناسته به د افغانستان لپاره ګټوره وي.

نوموړي د دې مرکې په یوه بله برخه کې ویلي، نړيوالو دا درک کړې چې سرپرست حکومت پر افغانستان حاکم دی او ورسره یې تعامل اړتیا بللې.

کابلوف زیاته کړې: « زموږ په اند، دغه ناسته به هغه وخت ګټوره وي، چې د افغانستان اوسنيو واکمنانو او نړيوالې ټولنې ترمنځ د کارنده او نږدې همکارۍ په احيا کې مرسته وکړي او په لومړي سر کې ټولنيزې او اقتصادي ستونزې، چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي، حل کړي. »

د دې مرکې په یوه بله برخه کې راغلي، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان پر کړکېچ تمرکز وي.

خو په ټوله کې باورونه دا دي، چې د دوحې راتلونکې دا ناسته به د رسمیت پېژندنې لړۍ پیل کړي او د سرپرست حکومت له لوري په دې ناسته کې ګډون کوونکی پلاوی د ورکړل شویو صلاحیتونو پر اساس کولی شي، په یاده ناسته کې شته کشالې د دلیل او استدلال له مخې حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « که رسمیت پېژندل ورسره پیل نه شي خو د رسمیت پېژندلو لړۍ ته به لار هواره شي او هلته ډیالوک، د مېز تر شا خبرې، استدلال او دلیل کولی شي د  دواړو لوریو ترمنځ ناسمه پوهه له منځه یوسې او شته کشالو ته د پای ټکی کېږدي؛ دا ټول بیا په دې پورې تړاو لري چې هلته څوک او په کومه سطحه ګډون کوي.»

د نړيوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « د ملګرو ملتونو سازمان چاروکو د دوحې د درېیمې ناستې د جوړېدو په اړه ویلي، چې د اسلامي امارت د استازو بلنه د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده او دا مساله د نړیوالې ټولنې پر کاري مېز نشته، کوم مسایل چې روسیه د نورو هېوادونو او د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د توجو جلبولو او د هغوی د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندې کوي، یوازې د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دي.»

خو سرپرست حکومت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له څرګندونو هرکلی کوي او د دوحې راتلونکې درېیمه ناسته، چې د جون پر ۳۰ مه او د جولایې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي، د افغانستان ستونزو د حل لپاره یو فرصت دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « کومو هېوادونو چې د دې ناستې په اړه د خپل نظر څرګندونې کړي، موږ  د هغوی د مثبت نظر قدر داني کوو او موږ له هر هغه فرصته چې د افغانستان په ګټه تمامېږي ښه ګټه اخېستل غواړو او دا هم یو فرصت بولو چې ان شاءالله د هېواد په ګټه به ترې کار واخېستل شي؛ نو زموږ شرایط اوس منل شوي دي او په دې ناسته کې به رغنده بحث کېږي او د افغانستان استحکام، یووالي او نورو مسایلو ته توجو شوې او ګډون به ان شاءالله ګټور وي.»

له دې وړاندې د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي ول، د افغانستان د مسالې په حل کې به خپل رول ولوبوي او په افغانستان کې یې د سولې د ټينګښت لپاره د چين پر ژمنتيا ټينګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist