Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: سیاست کې جنسیتي مساوات د هېوادونو راتلونکي لپاره اړین دي

ملګري ملتونه: سیاست کې جنسیتي مساوات د هېوادونو راتلونکي لپاره اړین دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/26

د جون ۲۴مه په نړيواله کچه “په سیاست کې د ښځو له نړیوالې ورځې” سره برابره ده.

له دې نړیوالې ورځې یوه ورځ وروسته د ملګرو ملتونو د ښځو برخه په سیاست کې جنسیتي مساوات او د ښځو ونډه د هېوادونو راتلونکي لپاره اړینه ګڼي.

دغې ادارې ويلي، دا مهال په نړۍ کې ۲۶ هېوادونه د ښځو له لوري رهبري کېږي او ۱۱۳ هېوادونه بیا داسې دي، چې هېڅکله یې ښځه د رهبرۍ په راس کې نه ده واقع شوې.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخه وايي « دغه پوسټر هغه نړیوال مالومات په ډاګه کوي، چې څومره ښځې په اجرائیوي پوسټونو کې د دولتونو د رئیسانو، د حکومت د مشرانو او د کابینې غړو په توګه د وزارتونو مشري کوي. دغه مالومات ښیي، چې ښځې په نړیواله کچه د اجرائیوي تصمیم نیونې په ټولو برخو کې کمې استازیتوب کوي او په سیاسي ژوند کې د جنسیت برابرۍ مساله یو لرې هدف ګڼل کېږي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافایلا ایودیس په سیاسي لحاظ د افغان ښځو د مقاومت، هڅونې او هیلو ستاینه کړې او له سیاسي اړخه د دوی د تصمیم نیونې پر پیکه ونډې نیوکه کړې.

هغې ویلي، افغانې ښځې د خپل هېواد د جوړولو کلک هوډ لري او په وینا یې په ګډه کولی شي راتلونکو نسلونو ته په دې برخه کې د ودې زمینه برابره کړي.

ایودیس زیاته کړې: « افغان ښځې سیاست کې نه یوازې دا چې خنډونه له منځه وړي، بلکې ترڅنګ یې پلونه هم جوړوي او دا د ټولو هغو ښځو لپاره ده، چې د افغانستان راتلونکې جوړوي. ستاسو مقاومت، هڅونه او هیلې فوق العاده دي.»

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرائیه مشرې په نړیواله کچه د ښځو پر پیکه رول نیوکه کړې.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرائیه مشره سیما باهوس د هېوادونو د بریالیتوب راز په سیاسي ډګر کې ښځو ته د ونډې ورکړې پورې تړلې بولي؛ خو ویلي دي چې دې موخې ته د رسېدا لپاره اوږده لار ترمخ لري.

باهوس زیاتوي: « کله چې د تصمیم نیونې په ټولو برخو کې د ښځو غږ په مساویانه ډول واورېدل شي، ټول به بریالي شي. دا په سیاست کې د ښځو پر اړینې ونډې د منلو او په دې د پوهېدلو ستره ورځ ده، چې په دې برخه کې لاهم اوږده لار په مخکې لرو.»

په “سیاست کې د ښځو نړیواله ورځ” داسې مهال په نړيواله کچه نمانځل کېږي، چې له نږدې درېیو کلونو راهیسې، افغان نجونې په کور دننه ثانوي او لوړو زدکړو ته له لاسرسي محرومې دي.

بل پلو سرپرست حکومت وايي، په بشپړ ډول یې د ښځو پر زدکړو بندیز نه دی لګولی او دغه چاره یې تر امر ثاني پورې محدوده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist