Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

متقي: ورزش به له سیاست لرې ساتو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/26

د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.

افغان توپ اچونکې نوین الحق د ۱۹م اور په وروستیو کې په دوو توپونو د بنګله دېش وروستی لوبغاړی وسوځوه او ورسره افغان لوبډله د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېده.

له دې تاریخې بریا وروسته ګڼو لوړو پوړو چارواکو پر مبارکۍ سربېره د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي، د ۲۰ اوریز نړيوال جام نیمه پایلوبې ته د کرېکټ ملي لوبډلې د لارموندنې په مناسبت له لوبډلمشر راشدخان سره ټلیفوني خبرې وکړې او مبارکي یې ورکړه.

نوموړی د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د ملي لوبډلې رسېدل ویاړ بولي او وایي، سرپرست حکومت دا پالیسي او سیاست ده، چې ورزش له سیاست لرې ساتي.

متقي زیاته کړې: « مبارک مو شه! دا چې په لومړي ځل سیمي فاینل ته ووتو دا یوه لویه بریا ده. دا بریا او د تېرې ورځې بریا یو لوی زېری او خوښي ده. الحمدالله افغانان په هر ډګر کې وړاندې روان دي. زموږ سیاست او پالېسي دا ده چې لوبې باید له سیاسته جلا وساتو او ستاسې دغه بریا د ټولو د خوښیو لامل شوه او د لوبو په برخه کې چې کوم زیار او زحمت تاسې کاږئ دا ټولو ځوانانونو ته ښه انګېزه ورکوي او هغوی له ناوړه کارونو، نشو او اختلافاتو راګرځوي، دا چې تاسې په هر ډګر کې د افغانانو شمله هسکه ساتئ، تاسې او ټولو افغانانو ته دې مبارک وي. الله تعالی دې نور هم توفیق درکړي چې کومې دوې لوبې چې پاتې دي په هغې کې هم درته بریا غواړو او ښه چمتوالی ورته ولرئ.»

د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان دا بری د افغان ملت لپاره تاریخي بریا بولي خو په خبره یې لوبډله نیمه پایلوبې ته رسېدلې، چې له امله یې ټول ډېر خوشحاله دي او زیاتوي، هڅه کوي چې نړیوال جام افغانستان ته راوړي.

راشدخان وايي: « ان شاءالله زموږ هڅه او موخه همدا ده چې ښه وځلېږو او د خپل هېواد نوم لا پسې لوړ کړو، په دې هیله چې په راروانو لوبو کې هم همداسې ښه وځلېږو او ستاسې له ملاتړ او دعاګانې نه نړۍ مننه. ان شاءالله لوبډله چمتو ده، چې راروانو لوبو کې تر دې هم ښه وځلېږو او خپل هېواد ته لا زیاتې خوښۍ راوړو.»

امیر خان متقي افغان ملي لوبډلې ته هیله وښوده، چې په راتلونکو سیالیو کې هم بریاوې خپلې کړي او هیله يې څرګنده کړه، چې ملي لوبډله بېرته هېواد ته په ډک لاس راستنه شي.

متقي زیاته کړې: « الله تعالی مو تل له بریاوو برخمن لره، خدای تعالی مو بریالي راستانه کړه. دغه بریاوې چې ترلاسه شوې دا هم ډېرې لویې لاسته راوړنې دي چې د افغانستان نوم  په نړیوال ډګر را لوړ شو. خدای تعالی دې تل همداسې سر لوړی لري، ډېره مننه الله تعالی مو تل بریالي لره.»

په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې افغان ملي لوبډله وتوانېدله چې د لومړي ځل لپاره نیمه پای لوبو ته ځان ورسوي، په پرونۍ سخته سیالۍ کې چې افغان لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړه، افغان لوبډلې وکړی شول بنګله دېش لوبډلې ته په ۸ منډو ماتی ورکړي.

په دې سیالي کې راشد خان او نوین‌الحق غوره توپ اچونه ترسره کړه چې دواړو د څلورو څلورو لوبغاړو په سوځولو سره وکړی شول بنګاله دېش لوبډلې ته یوه تاریخي ماتی ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist