Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: بهرنيو پلانونو ته په تمه ناست يو شمېر کسان له ناکامۍ سره مخ دي

جلالي: بهرنيو پلانونو ته په تمه ناست يو شمېر کسان له ناکامۍ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/26

بهرنيو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي وايي، د بهرنيانو پلانونو ته په تمه خلک له ناکامۍ سره مخ دي.

جلالي د کوم شخص یا کوم جهت د نوم له اخیستلو پرته ویلي، هغه کسان چې د ولسي ملاتړ پرته بهرني ملاتړ په تمه وي، له سترو ناکامیو سره مل وي.

نوموړي دغه ډله کسان جګړه مار بللې او زیاته کړې یې ده چې اوس په سیاسي بازار کې هېڅ ډول پېرودونکي نه لري.

جلالي زیاتوي: « دغه سرګردانه ډله نه پوهېږي، چې د سیاست په بازار کې هېڅ پېردونکي نه لري او هېڅوک چمتو نه دي چې د سوځېدلو لوبغاړو د تشو خبرو ملاتړ ته غاړه کېږدي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا له سرپرست حکومته غواړي، چې له خپلو مخالفینو سره د ستونزو هواري په موخه خبرو ته مخه کړي.

دوی د سرپرست حکومت پر مخالفینو هم غږ کوي، چې له مخالفته لاس واخلي او په بېرته راستنېدو سره دې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان د خلکو ټوله ستونزه په افغانستان کې ده. کومې غونډې چې په بهر کې د افغانستان په اړه ترسره شوي او یا ترسره کېږي، د افغانستان د خلکو په ګټه نه تمامېږي. هغه کسان چې ها خوا او دې خوا په یوه هېواد او بل هېواد کې سرګردانه ګرځي او غواړي چې د بهرنیو په مرسته بیا واک ترلاسه کړي؛ دوی ناکام کسان دي او د افغانستان خلک هېڅکله نور دوی نه مني.»

 د ویانا څلورمه غونډه د ډیموکراتیک افغانستان لپاره د «ویانا کنفرانس» تر سرلیک لاندې د اتریش په پلازمېنه کې د لسګونو مخالفینو او فعالانو په ګډون پیل شوې، هغه ناسته چې افغانان یې بې ګټي بولي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وایي، د افغانستان د اوسنیو کشالو د حل لپاره د بین‌الافغاني خبرو او مذاکراتو بیا پیلول مهم دي.

انګار زیاتوي: « افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. په اوسنیو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږي چې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي، تر څو هغه ستونزې چې زموږ هېوادوال یې لري له اسلامي امارت سره په ګډه یې هوارې کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په بهر کې د اسلامي امارت د مخالفیونو پر غونډو نیوکې کړې وې او ویلي ول، چې بهر کې غونډې د اسلامي امارت د کمزورۍ کولو لپاره ترسره کېږي او د اسلامي امارت د مشر له خوا عمومي بښنې ته په اشاري سره یې ویلي و چې د مخکېني حکومت سیاسي څېرې دې هېواد ته بېرته راستنې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist