Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دوجاریک: د بشري او ښځو حقونو مساله د دوحې ناسته کې د بحث مهمه برخه ده

دوجاریک: د بشري او ښځو حقونو مساله د دوحې ناسته کې د بحث مهمه برخه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/25

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې درېیمې ناستې ته شاوخوا شپږ ورځې پاتې دي؛ خو لاهم د ناستې د وروستۍ اجنډا په تړاو واحد نظر موجود نه دی.

که څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا په سر کې په دې ناستې کې د ښځو او بشري حقونو پر سر بحث او د اړونده استازو ګډون نه و تائید کړی؛ خو اوس د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، د ښځو او بشري حقونو پر سر خبرې به د دې ناستې د اجنډا اصلي برخه وي.

د رویټرز خبرې اژانس د راپور په حواله سټېفن دوجاریک د دوحې ناستې اصلي موخه د همغږۍ او منظمې کړنلارې له مخې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره د سرپرست حکومت هڅول ښودلي.

دوجاریک وايي: « د دوحې ناستې اصلي موخه دا ده، چې سرپرست حکومت د افغانانو د ګټو لپاره د همغږې او منظمې کړنلارې له لارې له نړيوالې ټولنې سره تعامل ته وهڅوو. بشري حقونه او د ښځو او نجونو حقونه به د دوحې غونډې په ټولو ناستو کې د ملګرو ملتونو د بحث مهمه برخه وي.»

نوموړي د دوحې ناسته د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د هغې دوامداره پروسې یوه برخه بللې، چې د ښځو او بشري حقونو موضوع یې اصلي برخه ده.

بل پلو د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان اجرائیه مشرې تیرانا حسن د دوحې راروانې ناستې ته د ښځو پر نه وربللو نیوکه کړې او ویلي يې دي، دغه کار کولی شي په نړیوال سټېج کې سرپرست حکومت ته د مشروعیت او د ملګرو ملتونو حیثیت ته یو نه جبرانېدونکی ګزار وي.

حسن وايي: « د ښځو څنډې ته کول طالبانو ته د مشروعیت ورکولو ګواښ او د ښځو د حقونو مدافع او د هغوی د ماناداره ګډون اصلي ملاتړي په توګه د ملګرو ملتونو سازمان باور ته نه جبرانېدونکی زیان له ځانه سره لري.»

شمشاد ته باوري سرچینو چې د دوحې تېرې ناستې له ګډون کوونکو څخه دي ویلي، چې په دې ناسته کې د ښځو او بشري حقونو مساله د اجنډا برخه نه ده او نه يې هم استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې.

خو اوس پوښتنه دا ده، که چېرې په دې ناسته کې د ښځو او بشري حقونو مساله په اجنډا کې شامله شي، د اسلامي امارت غبرګون به ورته څه وي؟

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « فکر نه کوم چې داسې بدلون یې کړی وي او که بدلون یې هم کړی وي او طالبان هم راضي شوې وي چې هلته شرکت وکړي نو دا نور الله نور خبره ده، تر ټولو ښه خبره ده چې دا خبرې وشي؛ خو که چېرې طالبان ګډون ونه کړي نو ملګرو ملتونو غونډه چې غواړي په دوحه کې جوړه شي هغه به بیا دغسې بې منځپانګې وي لکه څنګه چې نورې غونډې وې.»   

په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې یوشمېر مهمو سرچینو تائید کړې چې د دوحې راتلونکې ناستې مشري د سیاسي او سولې په برخه کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیاله، رزمري دېکارلو کوي.

اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي او له دې وړاندې یې ویلي و چې له دوی سره د شریکې شوې اجنډا له مخې یې په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې؛ خو ویلي چې د اجنډا د بدلون په صورت کې به له خپلې دې پرېکړې پر شا شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist