د کانکور ازموینې دویم پړاو ازموینه په کابل کې واخېستل شوه. د ازموینې ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني له شمشاد سره مرکه کې وایي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخېستل شوه، چې په کې شاوخوا ۱۵ زره داوطلبانو ګډون کړی وو.
حقاني زیاتوي: « سږکال کانکور موږ په پنځو پړاوونو وېشلی، لومړي پړاو کې ۱۶ ولایتونو کې ازموینه واخېستل شوه او دویم پړاو کې پرون په کابل کې ازموینه واخېستل شوه چې په دې کې ۱۵ زره کسانو ثبت نام کړی وو او ۱۳۶۶۴ کسانو بایومیټریک شوي وو او رتلونکې اوونۍ به درېیم پړاو ازموینه واخېستل شي.»
حقاني وایي، د سږني کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخېستل شي او وروستی پړاو به يې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۲ نېټه اخېستل کېږي.
نوموړی دغه راز وايي، چې سږني کانکور کې يې داوطلبانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او متفرقه ازموینه به هم د چنګاښ په ۲۲مه واخېستل شي.
د حقاني په خبره: « پسې بله اووني به د ازموینې څلورم پړاو وي او د چنګاښ په ۲۲ به متفرقه ازموینه واخېستل شي چې دې کې به هغه ځوانان چې په هېواد کې دننه د یوه عذر له امله پاتې شوي او هغه ځوانان چې بهر کې د مهاجرت شپې سبا کوي ګډون کوي او هڅه کوو چې د زمري په لومړۍ نېټه ان شاءالله پایله اعلان کړو.»
د ازموینو ملي ادارې سرپرست زیاتوي، د کانکور ازموینې په بهیر کې پوره روڼتیا په پام کې نیول شوې ده.
نوموړی دغه راز وایي، د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینو پایلې به د زمري په لومړۍ اوونۍ کې اعلان شي.
هغه زیاته کړې: « د روڼتیا برخه کې موږ ټول ولس او ټولو ځوانانو ته ډاډ ورکوو او تېر کال مو هم عملاً دا ثابته کړې وه چې په دې پروسه کې روڼتیا ده، واسطه نشته او نه له کومې بلې لارې کار اخېستل کېدای شي، بلکې د یوه سېستم له لارې پایلې اعلانېږي چې په هغې کې انسان لاسوهنه نه شي کولی؛ نو د پایلو په اړه دې ولس او ځوانان ډاډمن اوسي.»
د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخېستل کېږي، چې درې کاله کېږي نجونې په دغه ازموینه کې له ګډون څخه بې برخې دي او تر اوسه پورې یې برخلیک روښانه شوی نه دی.
عبدالباقي حقاني د نجونو د کانکور ازموینې په هکله وایي، که چېرې د پوهنې وزارت د نجونو د کانکور د ګډون نوملړ شریک کړي، چمتو دي چې ازموینه ترې واخلي.