Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتریش: د دوحې ناسته د ا.ا رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې

Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)

ملګرو ملتونو افغانستان کې د امنیتي پېښو زیاتوالي ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/22

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوتېریش د افغانستان په تړاو خپل تازه راپور د یاد سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کړی.

دا راپور چې د روان می۲۰۲۴ کال  په تېرو درېیو میاشتو کې بشپړ شوی، په کې ادعا شوې، چې په افغانستان کې په امنیتي پېښو کې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له لومړۍ د مې میاشتې تر ۱۳ نېټې پورې، د امنیت اړوند ۲۵۰۰ پیښې ثبت شوې دي، چې د تېر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي. په تېر کال کې ۲۱۲ د نشه يي توکو اړوند پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال  یوازې د دې راپور د مودې په لړ کې۴۱۸ پېښې رامنځته شوي چې ۹۷ سلنه زیاتوالی په کې ښيي. ډېری دغه پېښې د افغانستان په مرکزي، سویلي، شمال ختیځ او سویل لویدیځو برخو کې رامنځته شوي.»

د ملګرو ملتونو سازمان په تازه راپور کې چې ۷۵ مادې دی، په بله برخه کې وایي، په یاده موده کې د وسله والو نښتو ۱۰۶ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې د دغه ډول پېښو شمېر ۷۵ ته رسېدلی وو. خو د ددې راپور په یوه بله برخه کې ادعا شوې، چې د لاسي بمي چاودونو په شمېر کې ۳۴ سلنه کموالی راغلی.

د راپور یوه برخه:« تېر کال په همدومره موده کې د لاسي بمي چاودنو شمېر ۲۹ ته رسیده، په داسې حال کې چې د روان کال په درېیو میاشتو کو یوازې ۱۹ پیښې ثبت شوي. د داعش خراسان څانګې د روان کال له فبرورۍ د ۲۸ نېټې د مې تر ۱۵ پورې شپږ بریدونه ترسره کړي چې په کې د طالبانو ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۴۵ نور يې ټپیان شوي، دغه راز په دې برېدونو کې  شپږ ملکي وګړي هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي. په کندهار کې د کابل بانک مخې ته برید چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخېست،هغو طالب امنیتي منسوبینو ته درنه مرګژوبله واړوله چې له یاد بانک څخه د معاشونو اخیستلو لپاره راټول شوي وو.»

وموغوښتل چې د دې راپور په تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو د راپور تر خپریدو له موږ سره نظر شریک نشو.

 خو سرپرست حکومت له دې وړاندې دې ډول راپورونو ته په غبرګون کې ویلي ، ځینې سازمانونه او کړۍ په خپلو راپورونو کې د افغانستان په واقعیتونو پرده اچوي او په هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.

 مسوولینو ټینګار کړی چې هېڅ ډول وسله والې ډلې ته به په هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي او د تل په څېر به وځپل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist