په هېواد کې اقتصادي ستونزې، نړیوال بندېزونه ،طبیعي پېښې، بېکاري اقلیمي بدلون او پر سرپرست حکومت فشارونو افغانستان کې د خلکو اقتصاد ځپلی او د مالوماتو له مخې، څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.
تازه اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونو یورو مرستې اعلان کړی او ډاډ یې ورکړی چې د خپلو بشردوستانه شریکانو سره پر ګډه به له افغانانو سره په روان زیږدیز کال کې ۱۵۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.
اروپايي ټولنه وايي:« نن ورځ بشري مرستندويه ټولنو په بروکسل کې د افغانستان بشري کړکېچ په اړه بحث وکړ. اروپايي ټولنه له افغانانو سره مرستې ته چمتو ده او په ۲۰۲۴ کال کې له افغانانو سره ۱۵۰ میلیون یورو مرسته اعلانوي.»
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې اغیزمنې ګڼي او زیاتوي چې افغانان تر بل هر وخت اوسنیو شرایطو کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ځېنې نور بیا د نړیوالو لخوا افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار کوي او د هغو لاملونو او ستونزو د حل لپاره ګډ کار اړین ګڼي چې د فقر کچې لوړېدو لامل شوي.
اروپايي ټولنه داسې مهال له افغانانو سره د۱۵۰ میلیونو یورو مرسته اعلان کوي چې تازه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې یې له شاوخوا ۳.۵ میلیونه کسانو سره نغدي مرستې کړي؛ خو لاهم ۲۳ اعشاریه ۷میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.