د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خپلو سفرونو په لړ کې پاکستاني، چینايي، تاجکستاني، هندي، ایراني، قطري او ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان د روان وضعیت لپاره د یوې معقولې حللارې پیدا کولو هڅه کوي، څو افغانستان د نړیوالې ټولڼې برخه وګرځي او رسمې تعاملاتو ته زمینه برابره شي.
وېسټ د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال سره په لیدنه کې د پراخو ګډو ګټو او په افغانستان کې د راتلونکې تګلارې په اړه خبرې کړې دي.
وېسټ وايي: « خوښ یم چې په واشنګټن کې مې د ازبکستان امنیت شورا مرستیال کاملوف او افغانستان لپاره ځانګړي استازي ارګاشف کوربتوب وکړ او په افغانستان کې د ګڼو ګډو ګټو او مخې ته پرتې لارې په هکله وغږېدو.»
که څه هم وېسټ د افغانستان په اړه د ازبکستان له چارواکو سره د خپلو خبرو نور جزئیات نه دې خپاره کړي، چې په کومو مسایلو به یې بحث کړی وي.
خو د سیاسي چارو کارپوهان د وېسټ دا ډول لیدنې د افغانستان د روان وضعیت بدلون لپاره بې ګټې ګڼي او په باور یې باید هغه د سرپرست حکومت چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان په هکله کولی شي نېغ په نېغه د افغانستان اسلامي امارت سره لیدنه وکړي او خپلې ستونزې شریکې کړي. دا چې هر هېواد ته ځي یا هر ځای کې د افغانستان په چارو که د هغه هېواد له استازو سره ګوري، زما په نظر دا د افغانستان خلکو ته کومه ګټه نه لري. د افغانستان خلک د مستقیمې لیدنې په تمه دي، څو دواړه لوري خپلې خپلې خبرې وکړي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، د افغانستان کشاله هغه وخت حل کېدای شي چې نړیواله ټولنه او سرپرست حکومت د یو بل مشروع غوښتنې ومني او د دوی په خبره اسلامي امارت باید د سیاسي څېرو سره بین الافغاني مذاکرات ترسره کړي چې د نړۍ پلمې ختمې او رسمي تعامالاتو ته زمینه برابره شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د افغانستان د ناورین حل په څو برخو کې همغږۍ ته اړتیا لري. د سیاسي حل لپاره باید بین الافغاني مذاکرات ترسره شي، اقتصادي حل لپاره باید نړیوالې مرستې او پراختیايي پروژې په افغانستان کې پلي شي او همداسې امنیت او ثبات لپاره باید سیمهییز هېوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي او همداراز بشري حقونو ته باید درناوی وشي.»
دا لیدنه په داسې مهال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې درې اونۍ وروسته د جون په دېرشمه نېټه د قطر په کوربتوب د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه ناسته جوړه شي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، چې د یادې غونډې موخه په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زیاتول دي.