Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

شنونکي: یو شمېر هېوادونه لاهم هڅه کوي افغانستان کې خپلې ګټې خوندي وساتي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/11

له هغې وروسته چې د پاکستان لومړی وزیر شهبازشریف د چین له سفر بېرته راوګرځېد د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو په استازیتوب یوه خبرپاڼه خپره کړه چې په کې له اسلامي امارته د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې په دې تړاو د دواړو هېوادونو چین او پاکستان نظر همغږی ښودل شوی او ټینګار شوی چې کابل باید ټولګډونه حکومت رامنځته او له ترهګرۍ سره جدي مبارزه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي چې دغه هېوادونه سیاسي موخې لري او غواړي چې د تېر په څېر یوځل بیا افغان ولس د خپلو سیاسي ګټو قرباني کړي.

دوی وايي، دغه هېوادونه د خپلو سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې پخواني جنګسالاران چې د افغانستان په نظام کې یې حضور کولی شي د دوی ګټې خوندي کړي د ټولګډونه په نوم یې پرافغانانو وتپي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دوی باید په دې پوه شي چې ولې دا نړیوال ټولګډونه حکومت غواړي، د دې لپاره چې دوی دلته خپل سیاسي اهداف لري او د خپلو سیاسي اهدافو لپاره یې څلور لسیزې زموږ هېواد او ولس قرباني کړ او بیا هم غواړي چې هغه جنګي جنایتکاران او ټوپکسالاران په ټولګډونه حکومت کې یو ځای کړي، تر څو د دوی سیاسي اهداف او ګټې دلته پلي کړي. طالبان باید زموږ د پلرونو او نېکونو شمله او غرور پر ځای وساتي»

ځېنې نور بیا وايي، افغانان د ټولګډونه حکومت تجربه لري او هغه څېرې چې د افغانستان ملي ګټو او ارزښتونو پرځای د نورو ګټې ساتي د هېواد او افغانانو پر زیان دي.

د سیاسي چارو شنونکی موسي سعادت وايي: « د ټولګډونه په نوم له بهره چغې وهل کېږي چې ګواکي موږ ټولګډونه حکومت وغواړو؛ نو دا ټولګډونه موږ ولیدل چې ټول دوه تابعته افغانان وو، امریکالاصله افغانان او امریکالاصله اروپایان موږ ولیدل چې په میلونونو ډالر یې یوړل، چور او لوټ یې کړل، په قطر، دوبۍ، هند او ترکیه کې یې پرې لوړې ماڼۍ او اپارتمانونه جوړ کړل، په امریکا او اروپا کې ارامه ژوند لري چې دا افغانان نه دي. اسلامي امارت افغان‌شموله دی او ټول افغانان په کې ځانونه ویني.»

په ټوله کې نظر دا دی چې داسې ټولګډونه حکومت چې تکراري او تجربه شوې څېرو پر مټ د افغانستان د نظام چوکاټ ته داخلې شي، افغان ولس ته د منلو نه دی.

د نظر خاوندان وايي، د ټولګډونه حکومت د جوړښت مانا باید دا نه وي چې حکومتي څوکۍ پر قومونو او سمتونو ووېشل شي، باید ټولګډونه حکومت داسې وي چې کار په کې اهل کار ته وسپارل شي.

د سیاسي چاروشنونکی سرور نیازی وايي: « زما په اند ټولګډونه حکومت هغه حکومت دی چې په هغې کار اهل کار ته وسپارل شي، هر څوک د خپل مسلک، پوهې او تجربې پر بنسټ وګومارل شي، نه د قومونو، سمتونو او سیمې پر بنسټ.»

د شنونکو په باورهغه هېوادونه چې د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت نسخې وړاندې کوي، دوی په خپلو هېوادونو کې دغه ډول حکومتونه نه لري او نه هم ورته ژمن دي، بلکې اوس په همدې پلمه غواړي چې داسې څېرې چې د افغانستان په پرتله د دوی ګټو ته ژمن وي، افغان حکومت کې شاملې کړي او افغان ولس د دوی په دغه ډول اهدافو خبر دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist