Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمري: قطر او روسیې ته مو سفر له لاسته راوړنو ډک و

عمري: قطر او روسیې ته مو سفر له لاسته راوړنو ډک و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/10

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري له څو ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو او له رسنیو سره يي د سفر موخه او لاسته راوړنې شریکې کړې.

عمري وايي، قطر او روسيې ته يې د سفر په لړ کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو او سوداګرو سره ليدنې کړي او له افغانستان سره يې د مرستو ژمنې ترلاسه کړي دي.

هغه زیاتوي: « هلته مو د قطر د کار او ټولنیزو چارو وزیر سره ولیدل، خبرې مو ورسره وکړې او وضاحتونه مو ورکړل، ترڅنګ یې د سوداګرۍ خونې له رئیس سره مو هم غونډه درلوده چې په دواړو کې مو الحمدالله تر ډېره ژمنې ترلاسه کړې او په راتلونکي کې به په دې تړاو میکانیزم جوړېږي چې له مخې به یې زموږ هېوادوال کولی شي هلته کار وکړي.»

د عمري په خبره د روسيې کازان ناستې په غونډه کې چې شاوخوا ۳۵ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و، د ډېری هېوادونو له چارواکو او سوداګرو سره يي خبرې کړې او هغوی ورته د هر ډول همکاریو ژمنې ورکړي.

عمرې وايي: « غونډه چې د روسیې په ښار کې جوړه شوې وه او په دې جریان کې مو د روسیې د کار له وزیر سره هم په دې اړه خبرې درلودې، چې هغه جمهوریتونه چې اوسمهال په کې افغانانو لپاره د کار زمینه برابرېدلی شي او په ورته وخت کې اسلامي شعار هم په خپل ځای پاتې وي، لکه: چیچنیا، تاتارستان او دې ته ورته نور هېوادونه؛ نو هلته باید ورته د کار اجازه ورکول شي او د دوی هم نظر او مشوره دا وه، چې ان شاءالله په راتلونکي کې به له افغانانو موږ د کرنې په برخه کې کار اخلو.»

نوموړي له بهر مېشتو افغانانو غوښتنه وکړه چې د کډوالو نړیوالو نورمونو ته دې درناوی وکړي او د یوه فردي شخص د جرم جزا دې زرګونو نورو افغانانو ته نه ورکوي.

عمرې زياته کړې، روسيه کې د کازان ناستې په څنډه کې د ډېرو هېوادونو سوداګرو ژمنې وکړې چي په افغانستان کې به په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي او په دې توګه به په کور دننه بې روزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمينه برابروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist