Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شو

ننګرهار کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو خوشې شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/09

په ننګرهار ولایت کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو له لوري د انسان تښتوونکو له منګولو یو صراف ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د حاجي لونګ په نوم دغه صراف چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند، اوومه ویاله کې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی وه، د ځانګړو ځواکونو له هڅو قدرداني کوي او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه کوي.

لونګ زیاتوي: « د ماښام لمونځ مې په جومات کې وکړ، له جوماته چې راووتم د کور خوا تلم، په لاره کې یو څو کسان ولاړ وو، ټوډي موټر ورسره و او بس وې نیولم، موټر ته یې پورته کړم او سترګې یې راته وتړلې، له دې وروسته نو زه نور په هېڅ نه یم پوه شوی چې کومې خوا یې یوړلم.»

 سوداګر مصطفی رحیمي وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې عدلي او قضايي ارګانونو ته دې هدایت ورکړل شي چې غله او اختطاف کوونکي باید خوشې نه شي.»

په ورته مهال د ننګرهار مسوولین وايي، د انسان تښتوونکو له منګولو د دغه صراف د خوشې کولو پرمهال د ځانګړو عملیاتو په لړ کې د یوې مېرمنې په ګډون د انسان تښتوونکو اووه کسیزه ډله نیول شوې چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي: « نن د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار امنیې قوماندانۍ، د استخباراتو ریاست او ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو په خپلوهڅو وکولی شول چې حاجي لونګ د انسان تښتونکو له منګلو ازاد کړي.»

د ننګرهار د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوری وايي: « چې هره پېښه شوې، هر مجرم جرم ترسره کړی دی، د اسلامي امارت مسوولینو ورته ځان رسولی، مجرم یې نیولی او د جرم په سزا یې رسولی دی چې تر دې غټه بله د خوښۍ خبره نشته.»

دا په داسې حالې کې ده، چې څلور ورځې وړاندې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په  مرکز مزار شریف ښار کې هم هغه ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته یې وسپاره چې انسان تښتوونکو ترې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالروغوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist