Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسوولین: پکتیا کې به د پاکو اوبو ۱۱ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

مسوولین: پکتیا کې به د پاکو اوبو ۱۱ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/09

د پکتیا ولایت لرې پرتې زرمت ولسوالۍ جغتیانو سیمه کې چې سلګونه کورنۍ په کې اوسېږي، د کلیو پراختیا ریاست په چوکاټ کې د یونېسف په مالي ملاتړ د اوبو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سیمه ییزو مسوولین وايي، دغه ولایت کې به د مرکز ګردیز سربېره په شپږو نورو ولسوالیو کې هم د پاکو اوبو ۱۱ شبکې ژر بشپړې کړي او په خبره یې له دې سره به لرو پرتو سیمو کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی اسانه شي.

د پکتیا ولایت کلیو او پراختیا ریاست استازی راز محمد وايي:« د مرکز په ګډون په شپږو ولسوالیو کې پروژې لرو. په جاني خېلو، سید کرم، څمکني، ډنډې پټان، ګرده څېړۍ او ځاځي اریوب ولسوالیو کې  یوه یوه پروژه لرو، چې انشاء الله په دې څو ورځو کې به یې کارونه پای ته ورسېږي.»

که څه هم ځايي اوسیدونکي پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې دا شبکې خورا مهمې ګڼي، خو ټینګار کوي چې د دغه ولایت په ټولو لرو پرتو سیمو کې دې خلکو ته په یاده برخه کې ګڼې پروژې پلې شي، څو د ګڼو ستونزو مخنیوی وشي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« د اوبو برخه کې زموږ شاوخوا ۹۰ سلنه ستونزې حل شوې، خو ځېنې کورونه لاهم پاتې دي که چېرې دولت ورته پام وکړي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زموږ ماشومان شاوخوا ۱۰ کیلومتره تللی او اوبه به یې په لاس یا کراچۍ کې راوړلې. الحمد الله اوس زموږ ته ستونزه حل شوه.»

سیمه ییز چارواکي داسې مهال د پاکو اوبو په برخه کې د یادو شبکو پرانیسته کوي چې د دغه ولایت ډېری لرې پرتو سیمو کې لاهم زیاتې کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او خلک یې له سرپرست حکومت او همکارو بنسټونو غوښتنه کوي چې د نورو اساسي اړتیاوو د پوره کېدو سربېره دې ورته په یاده برخه کې هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist