Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
يونېسف د لسګونه زره افغان ماشومانو ژوند له ننګونو ډک یاد کړی

يونېسف د لسګونه زره افغان ماشومانو ژوند له ننګونو ډک یاد کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/04

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونېسف) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له کبله د لسګونه زره ماشومانو ژوند له ننګونو سره مخ دی.

یاد صندوق دې وضعيت ته په کتو له هېوادونوغوښتي چې په افغانستان کې د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره بودیجه ځانګړې کړي.

راپور کې ویل شوي، د دغو اقداماتو له پلي کېدو سره یو ځای بايد د افغانستان ټولنه له اقلیمي شرایطو سره تطابق وکړي.

د راپور یوه برخه: « په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله لسګونه زره ماشومان له خطر سره مخامخ دي. موږ له هېوادونو غواړو چې په افغانستان کې د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره بودیجه ځانګړې کړي.»

په ورته وخت کې د ماشومانو د پالنې یو شمېر بنسټونه د یونېسف ورستي راپور ته په پام سره وایي، چې په هېواد کې تل د بېلابېلو لاملونو له کبله ماشومانو زیان لېدلی دی.

دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د ماشومانو ژوند او د هغوی پر وړاندې ننګونې له پامه ونه غورځوي.

د افغانستان یتم پالنې موسسې مشر صدیق‌الله ساپی وايي: « په ټوله کې زموږ په هېواد کې د بېلابېلو پېښو او بدلونونو له امله زموږ ډېره زیانمنه طبقه ماشومان دي. ماشومان په هر ناورین کې که هغه د کډوالو راتګ دی یا په طبعي پېښو کې چې زموږ هېوادوالو ته کوم زیانونه رسېدلي دي، کورونه یې ویجاړ شوې دي نو د نورو په پرتله په دې هر څه کې ماشومان ډېر زیانمن کېږي، د دوی له روغتیا شروع تر خوراک او زده کړو پورې دوی په دې ناورینونو کې له هر څه بې برخې کېږي او څنګه چې په کار ده هغسې توجو نه ورته کېږي. د ملي او نړیوالو ټولو هغو سازمانونو څخه زموږ هیله او غوښتنه دا ه چې زموږ په هېواد کې هغه طبقه چې ډېرې توجو او پاملرنې ته اړتیا لري، هغوی ته ځانګړې پاملرنه وکړي په ځانګړې توګه هغه بنسټونه چې په کوردننه په دې چارو بوخت دي او همداراز حکومت چې ډېر ستر مسوولیت یې جوړېږي چې د ماشومانو حالت ته ډېره پاملرنه وکړي.»

وموغوښتل چې په دې اړه د حکومت اړونده ادارو د چارواکو نظرهم واخلو؛ خو هغوی زموږ پرله‌پسې اړيکو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مياشتې په اوږدو کې په ځېنو ولايتونو کې سېلابونو زرګونه کسان زيانمن کړل چې ډېره برخه يې ښځې او ماشومان وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist