Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې انسټيټیوټ: اسلامي امارت لاهم له القاعده ډلې سره اړیکې لري

د امریکا سولې انسټیټیوټ له افغانستان او پاکستان د امنیتي ګواښونو زياتېدو په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/02

د امریکا سولي انسټیټیوټ کارپوهانو د پاکستان او افغانستان له خاورې سيمې او نړۍ ته د امنیتي ګواښونو پر احتمالي زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

د دغه انسټیټیوټ کارپوه اسفندیار میر ویلي، د افغانستان او پاکستان له خاورې څخه امنیتي ګواښونه ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دي.

د میر په خبره، د انسټیټیوټ موندنې ښیي، چې له پاکستان او افغانستان د احتمالي ګواښونو پر وړاندي باید امریکا پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې:« د ترهګرۍ ګواښونه له افغانستان او پاکستان څخه سرچینه اخلي. امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځای له چین او روسیې سره پر تقابل تمرکز زیات کړی. که په سیمه کې د دې برخې د مخنیوي لپاره پیسې ونه لګول شي او د خپلو متحدینو ملاتړ ونه شي، کېدای شي د امریکا کورنی امنیت وګواښل شي.»

د پوځي چارو کارپوه محمد متین محمدخېل وايي: «  د پاکستان کې چې کوم مسایل دي هغه د دوی کورني مسایل دي چې هلته پښتونخواه غواړي یو انقلاب راوړي او نظامي حکومت چپه کړي چې دې ته اختشاش ویل کېږي، یعنې ټي‌ټي‌پي هم له پاکستانه بهر کوم پلان نه لري او د افغانستان خاوره هم هېڅ د نورو په ضد کارول شوې نه ده او نه به اوس وکارول شي؛ نو د امریکا سولې انسټیټيوټ دا څېړنه له حقیقته لرې ده.»

خو سرپرست حکومت د دې ادعا په ردولو سره په افغانستان کې ترهګرو هر ډول حضور ردوي او اوسنی امنيت د تېرو څو لسيزو پرتله بې‌سارې بولي.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د داعش ډلې تنظیموونکي نورو هېوادونو کې مېشت دي او له هغوی غواړي، چې باید د يادې ډلې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

شاهین زیاتوي: « په افغانستان کې اوسنی امنیت چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د هڅو له مخې تامین شوی او په تېرو ۴۰ کلونو کې بې سابقه دی، ټول ولس د دې شاهد دی، د داعش د ډلې تنظیموونکي اوس په نورو هېوادونو کې مېشت دي، باید په دې برخه کې ټول اړخونه او هېوادونه خپلو مسوولیتونو ته متوجې شي او پر سیاسي بنسټونو له راپور جوړولو ډډه وکړي.»

د پوځي چارو کارپوهان له افغانستانه د امنيتي ګواښونو زياتېدو په تړاو د امريکا سولې انسټیټيوټ کارپوهانو ادعاوې بې انصافي بولي او په خبره یې افغانستان تل د نورو هېوادونو پر لاس د روزل شوې ترهګرۍ قرباني دی.

کارپوهان وایي، د افغانستان برعکس په پاکستان کې د ترهګرو ډلو فعال روزنځایونه شته او مالي ملاتړ یې هم د پاکستان حکومت کوي، څو د دوی په خبره په سیمه کې یوې بلې بې ثباتۍ ته زمینه برابره شي.

دوی غوښتنه کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې پر پاکستان فشارونه زیات کړي، څو د ترهګرو ډلو پر ضد جدي مبارزه وکړي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « د غربي نړۍ په سیمه او په ځانګړې توګه پاکستان او د پاکستان استخباراتو او جنرالانو په واسطه د ترهګریزو ډلو جوړولو کې لوی لاس د دوی اقتصاد و چې دغه ترهګریزې ډلې یې دلته په سیمه کې جوړې کړې. د پاکستان ستراتیژي په سیمه کې د ناامنیو د مخه ته وړلو او د همدغو ترهګریزو ډلو په مرسته د ښه اقتصاد د لاسته راوړنې لپاره دوی کارولې ده او کاروي یې.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د دفاع وزیر اندرې بلوسوف ادعا کوي، چې په افغانستان کې وسله والې ډلې ځای پرځای شوي او له کبله یې مسکو اړ شوی، چې له تاجکستان سره د یاد هېواد د ګډې پولې د امنیت د پیاوړتیا تر څنګ د سیمې د ثبات لپاره نور ګامونه پورته کړي.

خو برعکس کابل د يو شمېر داسې کسانو د نيولو ادعا کوي، چې له بهر راغلي او په افغانستان کې يې د بريدونو د ترسره کولو هوډ درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist