Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر او سوېډن له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې

قطر او سوېډن له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/28

د قطر نړیوالو همکاریو وزیرې د سویډن دنړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

دواړو خواوو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په اړه درېيمه ناسته مهمه ګڼلې او تمه يې ښودلې، چې پايلې به يې له توقع سره سمې مثبتې وي.

د قطر نړیوالو همکاریو وزیرې لوله بن راشد الخاطر ویلي، د سوېډن له چارواکو سره يې د ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او منسجم ډول د نړیوالې ټولنې د تعامل زیاتوالی و او په لړ کې يې له افغانستان سره  د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار شوی.

هغې زیاته کړې: «په دې ناسته کې پر یو لړ عامه اندېښنو سربېره په بشري مرستو او پرمختګونو بحثونه وشول. د دې لیدنې ګډون کوونکو پر ګڼو اندېښنو، نړیوال عدالت او پر متوازن اقتصادي پرمختګ خبرې وکړې، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه دغو برخو ته پوره لاسرسی لري او نور ترې بې برخې دي.»

قطري چارواکي داسې مهال د افغانستان په تړاو د نورو هېوادونو له چارواکو سره غږېږي، چې ټاکل شوې ده، د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ په دوحه کې د ملکرو ملتونو په نوښت د افغانستان په اړه درېيمه ناسته ترسره شي.

د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان په اړه د قطر هڅې مثبتې ارزوي او وايي، دغه هېواد کولی شي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوي، خو په خبره يې دا هغه وخت شونې ده، چې سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي:« قطر که څه هم کوچنی او د کم نفوس لرونکی هېواد دی خو بیا هم توانېدلی څو د سیمې او امریکا د ګټو خوندیتوب لپاره مهم رول ولوبوي او ځېنو هېوادونو کې چې ستونزې او کړکېچونه شتون لري، مخکښ دی.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه رحمت حسن  وايي:« ملګري ملتونه باید طالبان په رسميت وپېژني. دویم دا چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ونه ټاکل شي او درېیم دا چې د افغانستان په استازولۍ هېڅ بهرنی استازی په غونډو کې ګډون ونه کړي.»

چارواکي واک ته سرپرست حکومت رسېدو روش ته په کتو، د افغانستان په اړه د قطر هڅې ستايي او زياتوي، دغه هېواد هڅه کوي، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوي او له کابل سره د مثبتو اړيکو نړيوالو چینل رامنځته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« قطر د افغانستان له اشغاله د خاتمې په پروسه کې ډېره ستره همکاري کړې او ښه رول یې ادا کړی دی. د افغانستان له خلکو سره د مرستې برخه کې یې هم ډېرې مرستې کړي. کله چې دلته پېښې شوي، زلزلې شوي، سېلابونه راغلي، افغانانو ستونرې لرلي، د قطر هېواد له موږ سره په دې وخت کې ښه همکارې کړې. موږ د دوی له همکاریو مننه کوو او دغه راز د ښو او پياوړو اړیکو غوښتنه کوو. دا چې نورو هېوادونو سره د دوی مشران وخت په وخت د افغانستان یادونه کوي او د مرستو د جلب هڅې یې کړي، له دې هم مننه کوو.»

سرپرست حکومت له دې وړاندې ویلي و، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمې غونډې د اجنډا له اروزنې وروسته، په یاده ناسته کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه وکړي.

سرپرست حکومت تمه ښودلې، په ياده ناسته کې دې له سرپرست حکومت سره د تعامل، د سرپرست حکومت پر چارواکو د بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو خبرې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist