Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشېح شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/23

له ځنډ وروسته د سرپرست حکومت مشرتابه د روان ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشېح کړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملي بوديجې په سږنۍ طرحه کې، چې ټوله له کورنیو عوایدو تمويل شوې، د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پراخه کچه پام شوی.

مجاهد وايي: « د روان مالي کال په ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او همدارنګه د سږ کال ملي بودیجه هم لکه د تېر کال له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې ده. مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال، ملي بودیجه د هېواد په مالي سېستم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو عادي او انکشافي برخو ته به په پوره روڼتیا سره په نورمال ډول رسېدنه وشي.»

خو د ماليې وزارت او د نورو مسوولو چارواکو د ملي بوديجي پولي ارزښت په تړاو د تېر په څېر هېڅ مالومات نه دي ورکړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، له کورنیو عوایدو د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې برابرېدل د دې ښکارندويي کوي، چې د عوایدو په راټولولو کې شفافیت او روڼتیا موجوده ده.

دوی ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت دې په یاده بودیجه کې ټولو اړینو برخو او لومړیتوبونو ته پام وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: « له کورنیو عوایدو په ګټې اخېستنې د بودیجې تشکیل یوه ښه اقتصادي او مدیریتي لاسته راوړنه ګڼل کېدای شي او د دې ښکارندويي کوي چې عواید په سمه توګه راټول شوي او هغه اقتصادي لارې چارې چې د بودیجې د تشکیل لپاره ګټورې وې سمې مدیریت شوې، که په دغه بودیجه کې انکشافي او بنسټيزې پروژې ځای پر ځای شوې وي او افغانستان د پرمختګ او پراختیا لور ته یوسي ډېره ښه ده او که یوازې عملیاتي چارو لپاره وي نو ډېره ګټوره به نه وي.»

سرپرست حکومت ډاډ ورکړی، چې په توشیح شوې بودیجه کې به د روان مالي کال اړوند ټولو برخو ته په پوره روڼتیا سره په عادي ډول رسېدنه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist