Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو استازو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو استازو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/23

د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو استازو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

د قزاقستان په پلازمېنه کې د شانګهای همکاريو سازمان د راتلونکې سرمشریزې لپاره، د چمتوالي په هدف د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه و.

د ناستې ګډونوال پر شريکو مسايلو سربېره د افغانستان اړوند پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت غږېدلي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف د افغانستان اوسني وضعیت ته  د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي او د اوږدمهاله ټیکاو لپاره يې د شرایطو پر برابرېدو ټینګار کړی.

توکایف زیاته کړې:« په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره به هڅې دوام وکړي او د اوږدمهاله ټيکاو لپاره به شرایط برابر شي. د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د اوږدمهاله پرمختیا مرکز جوړولو لپاره د قزاقستان له نوښته ملاتړ ډېر مهم دی.»

په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیا ویلي، د افغانستان حکومت باید اجازه ورنه کړي، چې خاوره يې د نورو پر ضد وکارول شي او تمه یې ښولې، چې سرپرست حکومت به له وسله‌ډلو سره د مبارزې لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د ډار په خبره، د افغانستان اړوند مسايلو د تحليل لپاره بايد د تماس ډله جوړه شي، څو په دې برخه کې د عملي همکارۍ لپاره یو بنسټ رامنځته شي.

هغه زیاتوي:« نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره مانا لرونکی تعامل وکړي، څو اقتصادي ستونزې پرې حل شي. د افغانستان واکمنان په افغانستان کې باید ټول‌ګډونه حکومت رامنځته او د نجونو او ښځو حقونو دې تامین کړي. د طالبانو پر حکومت غږ کوم، چې وسله‌والې ډلې پرې‌نږدي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.»

افغانستان د شانګهای همکاريو سازمان څارونکی غړی دی، خو سرپرست حکومت استازي د دې سازمان غونډو ته نه بلل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده، چې دا ډول ناستې به د افغانستان پر روان وضعیت اغېز وکړای شي او که نه؟

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« له طالبانو غوښتنه همدا وه، چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې ګړندي ګامونه باید پورته شي او افغانستان د جنګ او جګړو له ادرسه د امن پر لور لاړ شي، د افغانانو له ادرسه یو ټولګډونه نظام جوړ شي، ترڅو په افغانستان کې د امن فضا او دغه چتر وساتل شي.»

د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د روسیې، چین، قزاقستان، قیرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا د چین په شانګهای ښار کې رامنځته شو او په ۲۰۱۷ کال هند او پاکستان هم له دې سازمان سره یو ځای شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist