Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د څرخي پله زندان کې د مطالعې دودولو په موخه د کتاب دوه ورځنی نندارتون پیل شوی

د څرخي پله زندان کې د مطالعې دودولو په موخه د کتاب دوه ورځنی نندارتون پیل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/22

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د زندانونو چارو سمون له ادارې سره په همغږۍ د مطالعې اوونۍ په مناسبت په څرخي پله زندان کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون پیل کړ.

د دغه وزارت مسوولین د نندارتون اصلي موخه د مطالعې دودول یادوي او په خبره یې په ۱۸ بېلابېلو سایزونو کې یې تر دې دمه ۱۶ زره قرانکریم چاپ کړي او ۲۲ زره نور به په نږدې راتلونکي کې چاپ شي.

د بیهقي ریاست د قرانکریم د چاپ او نشرولو امرعزت الله عابد وايي: « امتونه کولی شي چې د مطالعې په وسیله خپل ژوند روښانه او د نېکمرغۍ او خوشبختۍ مقامونو ته ورسېږي، چې تر دې دمه ۱۲ ډوله کابو ۱۶ زره ټوکه چاپ او بازار ته ارزه شوې دي او ۲۲زره نور په بېلابېلو سایزونو کې تر چاپ لاندې دي چې دا د اسلامي امارت یوه ستره معنوي لاسته راوړنه ده.»

مسوولین ادعا کوي، چې د ځیرکو مبایلونو د کارولو په شمول د بېلابېلو عواملو له امله پر مطالعې سربېره ان له زده‌کړو سره علاقه کمه شوې او له خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو پر روزنه څار وکړي.

دوی وایي، د پخوا پرتله زندانونه د زده کړو پر مرکزونو بدل شوي او ډاډ ورکوي، چې زندانیان له هر ډول شکنجو په امن کې دي.

د زندانونو چارو سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي: « د افغانستان په ټولو زندانونو کې به یې الحمدالله څوک ثابته نه کړي چې په چا ظلم شوی وي، څوک په تکلیف شوی وي او یا چاته روحي زیان رسول شوی وي. په اکثرو زندانونو کې مو دغه د زندان مجاهدین ملګري دي چې له ډلې یې یو هم زه یم چې په دغو زندانونو کې مې کلونه کلونه تېر کړي.»

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې مشر عبدالوارث سادات وايي: « له بده مرغه دغه غضب پیدا شو، دا موبایلونه، ګټه به هم لري ځکه چې ډېرې اړتیاوې پوره کوي؛ خو زیانونه یې له حده زیات دي. زموږ کشره طبقه یې در به دره، تباه او برباد کړه، له زده کړو او مطالعې یې وېستي. مدرسه کې به هم هڅه کوي چې وخت ځانته پیدا کړي او موبایل وکاروي، که په کور کې وي هم به دا غضب ورسره وي او ډېر ښه ښه خلک په دې عذاب اخته دي.»

بل لور ته د دفاع وزارت مسوولین د زندانیانو لپاره د مطالعې دا اقدام غوره فرصت بولي او له زندانیانو غواړي، چې د مطالعې، حرفوي زده‌کړو او په نورو برخو کې د شته امکاناتو پر مټ مسلک زده کړي څو په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پرې پوره کړي.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش لطف الله حکیمي وايي: « د زندان او زندانیانو لپاره به ښه فرصت دا وي چې له زندانه مدرسه جوړه کړي، اوس دوی ته د مدرسې جوړولو بهترین چانس دی، کتابونه به ورته راوړي، ډوډۍ ورته رسوي، امنیت یې خوندي دی. وهل، ټکول او شکنجې نشته.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د مطالعې دود به موخه د دې نندارتون لومړۍ دوه ورځې یکشنبه او دوشنبه نندارتون په کابل پوهنتون کې جوړ شوی و، دوه ورځې سه شنبه او چهار شنبه يې په څرخي پله زندان کې او پاتې ورځې به په مرکزي دارالیتام‌ کې ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist