Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې سره کتلي

متقي سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/20

د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزميري ډیکارلو سره کتلي دي.

کتنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ  پر اړیکو، دوحې ۳مه ناسته او د ناستې پر اجنډا او ترکیب هراړخیزې خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو وايي: « د دوحې درېیمه ناسته کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي. ملګري ملتونه د افغانستان حکومت سره تعامل غواړي او ښايي واضح بحثونه او د دواړو لوریو د غوښتنو او اندېښنو په اړه خبرې اترې ولرو.»

ډیکارلو دغه راز زیاته کړه چې دوحې درېیمه ناسته کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پرخلاف مبارزه، کروندګرو ته بدیل معیشیت او همداراز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوي امیر خان متقي بیا وايي، افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه و، چې له دغه سازمان سره یې فعالې اړیکې درلودې او اوس اسلامي امارت هم یوناما سره په کابل کې ښې اړیکې لري.

متقي زیاتوي: « ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر غوړېدو دي او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د بهرني سیاست اساسي اصول توازن او اقتصاد محوري ده، چې ټولو لوریو ته په کې ښه فرصتونه شته دی. اسلامي امارت د  دوحې په دویمه ناسته کې هم مانا داره ګډون غوښته او یوازې تشریفاتي ګډون ګټور ونه بلل شو.»

متقي راغلي پلاوي سره لېدنه کې هیله ښودلې چې د قطر په نوښت د دوحې درېيمې ناستې د بحث  پورتنیو مواردو ترڅنګ ښايي د ترکیب په اړه یې هم هوکړې ته سره ورسېږي.

هغه وايي: «  د دوحې ناسته کې دې پر اساسي مسایلو بحث وشي، شته میکانیزمونه دې تقویه شي، اضافي او تحميلي تشکیلات او پرېکړې ونه شي، پر حاشیوي او تشریفاتي مواردو باید له اصلي موضوعاتو څخه پام منحرف نه شي.»

په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ډیکارلو ویلي، د دوحې راتلونکې ناستې اساسي هدف افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت اړیکې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره ښې دي او باید نورو هېوادونو سره هم دو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist