Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رندیر جېسوال: چابهار بندر د افغانستان، مرکزي اسیا او ټولې سیمې په ګټه دی

رندیر جېسوال: چابهار بندر د افغانستان، مرکزي اسیا او ټولې سیمې په ګټه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/20

هند ته د لسو راتلونکو کلونو لپاره د چابهار بندر د مدیریتي چارو ترسپارلو او په دې تړاو د امریکا تند غبرګون له ښودلو وروسته، یو ځل بیا هند د بهرنیو چارو وزارت د سیمې اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو د ودې لپاره دغه بندر مهم ګڼلی.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزرات ویاند رندیر جېسوال، په دې تړاو په نویو څرګندونو کې ویلي، چابهار بندر مرکزي اسیا، سیمې او په ځانګړي ډول افغانستان چې په وچه کې راګیر هېواد دی، ډېر مهم دی او دغه چاره کولای شي افغانستان ته د بشري مرستو په لېږد کې حیاتي رول ولوبوي.

جېسوال دغه راز پر امریکا غږ کړی، چې په دې تړاو له مخالفت لاس واخلي او له دې هېواد یې غوښتي، چې د چابهار بندر په تړاو محدود نظر ونه لري.

هغه زیاتوي: « د چابهار بندر په تړاو د هند ژمنتیا دا ده، چې درک کړو دغه بندر کولی شي د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو لپاره، چې په وچه کې راګېر هېوادونه دي، د ارتباطي مرکز رول ولوبوي. لکه څنګه چې له دې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وویل، موږ باید د دې مسالې په تړاو محدود نظر ونه ولرو.»

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي که څه هم له ټرانزيتي او سوداګریز پلوه چابهار بندر د سیمې له مهمو بندرونو ګڼي؛ خو د سیمې هر سوداګریز بندر اهمیت ته په اشارې وايي، هېڅ بندر بدیل نه لري او همدې ته په کتو د افغانستان له حکومت غواړي، چې خپلې ټولې راکړې ورکړې یو بندر پورې متمرکزې نه کړي.

دوی د امریکا او ایران اوږدو سیاسي مخالفتونو ته په اشارې وايي، څو چې د دواړو لوریو ترمنځ دغه ستونزې حل نه شي؛ چابهار بندر به نړیوال ارزښت خپل نه کړي.

 د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « موږ باید یو بندر تر بل غوره او یو د بل بدیل ونه ګڼو، دا چاره ګټه نه لري. داسې نه کېږي چې د پاکستان بندر وتړو او پر ځای یې د ایران له بندره کار واخلو، ځکه هر یو خپله ځانګړتیا لري، ښه ده چې له دواړو کار واخلو او اړیکې ورسره ولرو. د سیمې د رقابتونو اساسي لامل د ایران او امریکا ترمنځ ډېرې کړکېچنې اړیکې دي چې امریکا په هر صورت کې ایرانیانو ته مالي بندیزونه او ترڅنګ یې د بندرونو بندیزونه هم رامنځته کړي.»

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي، له ۲۰‍۱۸ ز کال راوروسته دغه هېواد د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۸۵ زره ټنه غنم، ۲۰۰زره ټنه حبوبات او ۴۰زره لیټره د حشره وژنې اوبیز مواد لېږلي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د امریکا او ایران ترمنځ روانو ناندریو او کړکېچونو اړیکو ته په پام، د امریکا ملي ګټې او د نړیوال سیاست رهبري دغه هېواد ته د چابهار بندر د چارو ټکنیو کولو او ان درولو ته هڅوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محب الله شریف وايي: « زه فکر نه کوم چې امریکایان دې په سیمه کې له یوې مخې د هېڅ ډول اقتصادي پرمختګ سره موافق نه وي؛ خو دا د منلو او معقوله ده چې امریکایان له هېڅ ډول هغه اقتصادي پرمختګ سره موافق نه دي چې د امریکا ګټې وګواښي او دلته په سیمه کې د امریکا ستراتیژيک شتون او راتلونکو پلانونو ته خنډونه راپورته کړي.»

د ځېنو راپورونو له مخې، د امریکا او ایران استازو ترمنځ په عمان کې غیرې مستقیمې اړیکې روانې دي.

 په دې تړاو د اکسیوس مجلې له راپور وروسته، اوس په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي دغه خبرې تائید کړي او دغه څه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامداره چاره بللې، چې په وینا يې نه به لومړی ځل وي او نه هم وروستی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist