کابل کې د چارواکو په شمول فرهنګیانو، ليکوالانو او استادانو د کتاب او مطالعي نړیواله ورځ ونمانځله او دغه راز د کتاب او مطالعې د ګټو په اړه یې خبرې وکړې.
د لسګونو لیکل شویو کتابونو لیکوال شېرعلي ظریفي وایي، د دې پر ځای چې د ليکوالانو ستاينه وشي برعکس ورسره زور زیاتی کېږي.
نوموړي دغه راز د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام له کبله خپله اندېښنه څرګنده کړه.
ظریفي زیاتوي: « دا حالت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي، تر کومه به موږ نیم ملت له مطالعې محروم کړی وي او ولې یې محروم کړو؟ کوم ځای کې چا ویلي؟ راځئ استدلال سره وکړو که هر څوک یې وايي نو راځئ مناظره سره وکړو. زه وایم ښځو او نجونو ته باید هم ښوونځي او هم پوهنتونونه خلاص شي، ځکه چې زموږ د مطالعې د کچې راټيټېدو یو ستر لامل همدا هم دی.»
ورته مهال د علومو اکاډمۍ استادان وایي، د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو ته یې د علومو اکاډمۍ له ادرسه د ځېنو کتابونو د چاپ لپاره نمونې استولي خو د دې کار ځواب ورته نه دی ورکړل شوی.
د علومو اکاډمۍ استاد محمد شريف ځدراڼ وايي: « خفه کېږئ مه، زه د علومو اکاډمۍ استاد یم، په اکاډمۍ کې تېر کال یو کتاب هم نه دی چاپ شوی او موږ هر استاد ته ۵۰ یا ۶۰ زره معاش راکوي، دا د خفګان ځای دی، ځکه موږ کتابونه لیکلي وو، چمتو کړي مو وو؛ خو له کندهاره دستور راغی چې تاسې کتابونه نه شئ چاپولی تر هغې چې موږ اوکی کړي نه وي. کتابونه موږ په بېلابېلو رشتو کې لیکلي وو، اوس نه پوهېږم چې په ارګ کې د بېلابېلو رشتو خلک شته که نه چې دا کتابونه وګوري، مطالعه یې کړي چې دا سم دي که غلط دي، زموږ له ملي ګټو او عقیدې سره په ټکر کې دي که نه دي.»
بل خوا د کابل ښاروالۍ کلتوري چارو رئیس ولي ګل جواد هم وايي، په هېواد کې د تعلیم کچې ټیټوالي له امله د ښاروالۍ چارې ټکنۍ دي.
دوی زیاتوي، کابل ښاروالۍ په پام کې لري چي روان کال د کابل په ټولو تفریحې پارکونو کې په بشپړ ډول معیارې کتابتونونه جوړ کړي تر څو ځوانان د مطالعې له کلتور سره بلدتیا پیدا کړي.
جواد زیاتوي: « موږ په کابل کې یوه ښکلا رامځنته کړو، دا د بې علمۍ او نه مطالعې وجه ده چې د کابل یو اوسېدونکی تر اوسه په خدای که خپل د ناستې ځای پېژني، دا د افغانستان پلازمېنه ده! خو یو ډاډ دغو ښاغلیو استادانو ته چې دلته یې ډېر ښه علمي بحثونه وکړل، د دې لپاره چې موږ څنګه وکولی شو ځوانان دې ته وهڅوو چې کتاب سره اشنايي پیدا کړي، مطالعې سره مینه پیدا کړي؛ اراده لرم چې سږکال د کابل ښار په ټولو پارکونو کې یو یو کتابتون جوړ کړم، په ډېره اساسي بڼه چې ټولې اسانتیاوې باید ولري.»
اخوا بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبیدالله غفران وايي، حکومت نه شي کولی چي ټولې ناخوالې په لنډ وخت کې حل کړي.
دوی د استادانو د څرګندونو خلاف وایي، چې یاد وزارت په تېر کال کې شاوخوا ۵۳ بېلابېل کتابونه چاپ کړي.
غفران زیاتوي: « سکولریزم، کمونیزم، بېلابېل نظرونه، د انګرېز بريد، د روس برید، د امریکا برید، بېلابېل فکري بریدونه؛ نو داسې ملت ته هر څه ته په درېیو کلونو کې رانه غواړې؟ دغه نامحسوسه مزل ګورئ، دا ښاروالي نه ده، د دفاع وزارت نه دی، د ښار جوړونې وزارت نه دی چې ۱۰۰ منزله تعمیر جګ کړم او ووایم دغه لاسته راوړنه ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي، فکري، لیکنۍ او قلمي مبارزه به ته په را روان نسل کې ګورې.»
د دې کنفرانس په بل اړخ کې غوښتنې دا وې چي سرپرست حکومت دې په ولایتونو او ولسواليو کې کتابتونونه او سيارې کتاب خانې جوړې کړي، تر څو ځوانان له کتاب او مطالعې سره اشنا شي.
چارواکو له ځوانانو غوښتنه وکړه چي د ټولنیزو رسنیو پر ځای دې کتاب مطالعه کړي ترڅو هېواد د تعلیمي کچې د لوړتیا پر اساس له نړۍ سره سیال شي.