Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: سېلاب ځپلو سیمو کې لاهم د خلکو وضعیت بېړنی دی

چارواکي: سېلاب ځپلو سیمو کې لاهم د خلکو وضعیت بېړنی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/15

په هېواد کې  د وروستيو مرګونو سېلابونو له امله زيانمن شوي، چې  له ځاني زيان سربېره يې ودان کورونه هم ویجاړ شوي، بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، تر اوسه له سېلاب ځپلو سره د قطر خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو جوپه د مزار شریف هوايي ډګر ته رارسېدلې چي ژر به سېلاب ځپلو سیمو ته واستول شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبدالطيف نظري وايي: « اسلامي امارت د بریالۍ ډيپلوماسۍ په رڼا کې نړیوالې ټولنې، ګاونډيو او د سیمې هېوادونو، ملي او نړیوالو موسسو او ملي سوداګرو ټولو په بغلان او نورو ولایتونو کې له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې چمتووالی ښودلی او تر دې دمه له سېلاب ځپلو سره د قطر مرستو لومړنۍ جوپه هېواد ته رارسېدلې، چې ژر تر ژره به ان شاءالله زیانمنو کسانو ته ورسول شي.»

د نظري په خبره، نورو مرستندویه  اداروهم د مرستو ژمنې کړي؛ خو غوښتنه کوي چې دغه بنسټونه دې هم په موقع خپلې مرستې زيانمنو کورنيو ته ورسوي.

په ورته مهال د ځېنو نورو مرستندویه ادارو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ  ادارې (اوچا) ویلي، چې له همکارو موسسو سره د يادو زيانمنو شویو کورنيو ته پر مرستو رسولو بوخت دي.

اوچا زیاته کړې: « مرګونو سېلابونو سلکونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه يې د افغانستان په شمال کې ویجاړ کړل. موږ له خپلو مرستندویه ادارو سره ګډ کارو کوو، څو اغېزمنو کورنیو ته اړينې مرستې ورسوو.»

بلخوا د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چي سیمي ته د ارزونې او د سېلابونو قربانيانو له کورنیو سره د ليدنې په موخه تللی؛ خلکو ته د بېړنیو مرستو،  ژوبلو په درملنې، د خوراکي توکو او د لنډمهاله سرپناه پر برابرولو ټینګار کړی دی.

نوموړي ويلي، سیمې ته بېړنۍ مرستې رسېدلي او له شتمنو هېوادوالو یې غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره مرستې ونه سپموي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist