Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جاپان افغانستان کې د یونېسف واکسین پروګرام سره د ۶.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې هوکړه لاسلیک کړه

جاپان افغانستان کې د یونېسف واکسین پروګرام سره د ۶.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې هوکړه لاسلیک کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/15

په افغانستان کې د جاپان سفارت د دې هېواد د نړیوالې همکارې ادارې )جایکا( په همکارۍ په افغانستان کې د یونېسف واکسین پروګرام سره د ۶.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې هوکړه لاسلیک کړه.

دغه هوکړه په افغانستان کې د جاپان سفیر او د یونېسف استازي ترمنځ لاسلیک شوه، چې له مخې یې دغه سازمان د واکسیناسیون د خدماتو او د واکسین د کمپاینونو لپاره واکسینونه او تزریقي توکي وپیري.

له دې سره به ۸.۸ میلیونه ښځو او ماشومانو ته د پولیو، شري، نري رنځ او ګوزڼ ترڅنګ تور زیړي او تیتانوس په څېر ګواښونکو ناروغیو په برخه کې خدمات ورسول شي.

افغانستان کې د جاپان سفیر کرومییا تاکایوشي وايي: « موږ نن ورځ د ماشومانو د ساري ناروغیو د مخنیوي همکارۍ سند لاسلیک کوو. چې له دې سره به له روغتیايي خدماتو څخه محرومو ولایتونو کې نوي زېږيدلي، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او بالغه نجونې د ساري ناروغیو پر وړاندې د مصونیت خدمات ترلاسه کړي. د ناروغیو بیا خپرېدل د واکسیناسیون اهمیت یادونه کوي. موږ ژمن یوو چې د افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره د واکسیناسیون د منظم پروګرام ملاتړ وکړو او د واکسیناسیون کمپاینونه پراخ کړو.»

له دې سره په افغانستان کې د یونېسف استازی د جاپان سفارت دغه مرستې د واکسین په غوره ترسراوي او د یادو وژونکو ناروغیو په مخنیوي کې اغېزناک ګام بولي.

ډاکټر تاج الدین اویېوالي  د جاپان له دې مرستې څخه د مننې ترڅنګ واکسین له ساري او ژوند ګواښوونکو ناروغیو څخه د ساتنې ډاډمنه او ارزانه لار یادوي.

اویېوالې وايي: « د ګوزڼ په څېر ناروغۍ د ماشومانو ژوند تباه کوي. دا ناروغۍ د مخنیوي وړ دي. واکسین له دغو وژونکو او ساري ناروغیو څخه د ماشومانو د ساتنې یوه ډاډمنه او ارزانه لاره ده. موږ د افغانستان د روغتیایي سېستم د پیاوړتیا او له مخنیوي وړ ناروغیو څخه د ډېرو ښځو او ماشومانو د ساتنې په موخه د جاپان حکومت د دوامدارې مرستې هرکلی کوو.»

دا داسې حال کې ده چې افغانستان په نړۍ کې د هغو دوو هېوادونو له ډلې یو دی چې لا هم په کې د پولیو مثبتې پېښې شته دي.

د جاپان حکومت دا مرسته داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې یې د واکسینونو د ساړه ساتلو په برخه کې د ظرفیت لوړونې، د واکسینونو د تدارکاتو او د خوارځواکۍ درملنې په برخو کې مرسته ترسره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist