Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې مرګوني سېلابونه؛ ډېکر او وېسټ د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې

هېواد کې مرګوني سېلابونه؛ ډېکر او وېسټ د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/14

په بغلان، نیمروز، سمنګان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې د جمعې ورځې په وروستیو مرګونو سېلابونو کې، چې تر دې دمه په کې ۳۱۵ مړه او ۲۶۷ ژوبل شوي، دغو سېلابونو ته د غبرګونونو په دوام سره د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي،  په افغانستان کې پر وروستیو سېلابونو خواشیني دي.

د افغانستان لپاره د امریک سفارت چارسمبالې کرن ډېکر، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې.

ډېکر ويلي، له خپلو همکارو بنسټونو سره یو ځای به اغېزمنو ته بېړنۍ مرستې، خواړه او طبي توکي ورسوي.

هغې زیاته کړې:« د افغانستان په بغلان او نورو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو له امله خورا زیاته خفه شوم. امریکا له خپلو همکارو بنسټونو سره د بېړنیو مرستو، خوړو او طبي توکو په راټولولو کې یو ځای کېږي، څو اغېزمن شویو کورنيو ته د مرستې رسولو په بهیر کې ونډه واخلي.»

افغان کرېکټ لوبغاړي راشد خان د یو نیم مېلیون افغانیو او د پښتونخوا د پېښور زلمیانو لوبډلې څښتن جاوید اپرېدي له سېلاب ‌ځپلو سره د ۱۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارو د مرستې ژمنه کړې ده.

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله پر ویجاړۍ او مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي، همکارې ډلې یې اړمنو کسانو ته د خوړو او څښاک پاکو اوبو ترڅنګ ګڼې نورې بېړنۍ مرستې هم برابروي.

وېسټ وايي:« د بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور او هرات په ګډون د افغانستان په نورو ولایتونو کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د ګڼو افغانانو مړینې او زیانمنېدو امریکا ډېره خواشینې کړې. زموږ همکاران، سختو اړمنو ټولنو ته د خوراک، اوبو او نورو اړینو توکو په ګډون ب\ېړنۍ مرستې برابروي. موږ د هغو کورنیو په فکر کې یوو، چې عزیزان یې له لاسه ورکړي.»

له دې سره حکومتي چارواکي وايي، د بغلان وروستیو مرګونو سېلابونو خلکو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي او زیاتوي، سرپرست حکومت هم سیمې ته بشري مرستې رسولي څو زیانمن شوي ترې برخمن شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« په تېرو پېښو کې هم افغانانو ډېر ښه همغږي او یووالی ثابت کړی او د خپلې وسې مطابق یې هم له زلزله ځپلو سره، هم کډوالو سره، په یوه ډېر ښه شکل سره راټول شوي او مرسته یې کړې، چې ډېرې موثره تمامه شوې. په دغو سېلابونو کې هم غواړو چې هېوادوال له ټولو کړېدلو ولسونو او هېوادوالو سره خپلې مرستې ونه سپموي، څه یې چې په توان کې وي، څومره امکانات چې لري، له اسلامي امارت سره په همغږۍ خپلې مرستې ورسوي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي. دا یو لوی خبر او مسوولیت دی. دا مسوولیت، هم نظام، ولس او ټولو افغانانو ته راجع کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بغلان ته په سفر کې، دغلته د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو رسولو او سروې په موخه څو کمېټې جوړې کړې. نوموړي په مرکزي بغلان کې له سېلاب ځپلو سره په لېدنه کې ويلي، چې له يادې ارزونې وروسته به ټولو سېلاب ځپلو ته مرستې ووېشل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist