Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اهل تشیع ديني عالمان له حکومته د ناوړه دودونو د مخنيوي غوښتنه کوي

اهل تشیع ديني عالمان له حکومته د ناوړه دودونو د مخنيوي غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/13

د اهل تشیع ديني عالمانو یوه غونډه چې (د مسلمانانو په معنوي حیات کې د عالمانو رول) ترعنوان لاندې جوړه شوې وه، په کې یې د ټولنې د اصلاح، د ځوانانو فکري روزنه او په ټولنه کې د اضافي او ناسمو رواجونو د له منځه وړلو په اړه له حکومته خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د غونډې جوړوونکي او دیني عالم په ودونو کې بې‌ځایه لګښتونه او اضافي رواجونه په ټولنه کې د فساد اصلی لامل بولي او له مسوولینو غواړي، چې په دې برخه کې د اقدام ترڅنګ ځوانانو ته د کاري فرصوتونو په برابرولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د غونډې جوړونکی علی داد علي‌زاده  وايي: « په دې برخه کې دولت تر ټولو لوی مسوولیت لري چې ځوانان له بې لارۍ او له هغو ګواښونو چې زموږ ځوانان ورسره مخ دي راوګرځوي، نجونو او هلکانو ته دې د کار زمینه برابره کړي، څو بوخت شي او له ګواښونو وساتل شي. محمد ص فرمايي: الله تعالی بې‌کاره کسان نه خوښوي.»

په ورته مهال مسوولین په ټولنه کې د فکري اصلاح ترڅنګ د حجاب پر مراعتولو ټینګار کوي او په خبره یې، په دې توګه دې مېرمنې په ټولنه کې د فساد مخه ونيسي.

د اتلسمې حوزې د امر بالمعروف او نهي عن‌المکر امرامین الله ذاهد وايي: « داسې مه کوئ لکه د مخکې زمانې خلک چې د هغوی ښځې به وتلې او د نارینه وو په څېر به ګرځېدلې، وېښته او نور زیب او زینت به یې هم لوڅ، خلکو به لیدلې او دوی به د نارینه وو په څېر له خلکو سره ګرځېدې او کارونه به یې کول؛ نو موږ او تاسې باید هغسې و نه کړو. الله پاک وايي تاسې پرته له شریعي عذر مه وځئ په کورنو کې کېنئ. که یو کس عذر لري د عذر په خاطر وځي نو دا هم باید په پرده کې لاړ شي.»

خو یو شمېر نور دیني عالمان بیا له هېوادوالو غواړي، چې د سرپرست حکومت کلک ملاتړ وکړي او بهرني کلتور ته دې د عملي کېدو اجازه نه ورکوي.

یو شمېر مېرمنې بیا وایي، چې نړیوال په افغانستان کې د ښځو حقونو د نقض ادعاوې کوي، خو په خبره یې خپله له مېرمنو د وسيلې په توګه استفاده کوي.

دینی عالمه عالمي‌زاده وايي: « راځئ چې غربي نړۍ ته ورشو وګورو د ښځو د حقونو لپاره چغې وهي، د ښځې حق معرفي کوي؛ خو ورته مهال ښځه د جنسي هوساینې وسیله یا خپل بازار ته د مال په توګه یو څه ګڼي او اسلام ۱۴ پېړۍ وړاندې په قران کې د ښځې شخصیت او معرفت ښځو ته وړاندې کړی دی.»

دیني عالم استاد کاظم وايي: « امریکا، ناټو او غرب ټول افغانستان ته راغلي وو چې په دې هېواد کې یو غربي فرهنګ قایم کړي؛ خو و نه توانېدل، ځکه چې د خلکو ذهن او فکر په ټولو دیني چارو تمجید شوی و نو نه یې غوښتل له خپل دین تېر شي.»

په دې غونډه کې د نورو دیني عالمانو ټینګار په افغانستان کې د قومونو پر یووالي وو او له حکومت یې غوښتنې دا وې چې له هر ډول تبعیض لرې په هره برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره خپلې هڅې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist