Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې مرګوني سېلابونه؛ چارواکو، سیاسیونو او نړیوالو له سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې

هېواد کې مرګوني سېلابونه؛ چارواکو، سیاسیونو او نړیوالو له سېلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/12

د هېواد په بغلان، بدخشان، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله چې له ۲۰۰ ډېر کسان په کې مړه او ټپيان شوي او په زرګونه نورې کورنۍ یې زیانمنې کړي، چې له سرپرست حکومت سربېره یې په کور دننه او بهر پرې حکومتي، غیر حکومتي او سیاسیونو غمرازي ښودلې او ټينګار شوی چې ځپل شویو سیمو ته دې بېړنۍ مرستې ورسول شي.

سرپرست حکومت د یوې خبرپاڼې په لړ کې هېوادوالو ته د راپېښې غمیزې غم شریکي ښودلې او له زیانمنو سره یې د هرډول مرستې د چمتووالي ډاډ ورکړې.

د اسلامي‌امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « اړونده ارګانونو او وزارتونو ته قاطع ویل شوي چې ټپيان په بېړه روغتونونو ته انتقال کړي او دغه راز زیانمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. سیمې ته پلاوی لېږل شوی او له پلټنو وروسته به اړمنو خلکو ته ټول امکانات ولېږل شي.»

له دې سره هم مهاله د مخکېني حکومت جمهوررئیس ډاکتر محمداشرف غني راپېښه فاجعه د ملي پیوستون، انساني او اسلامي خواخوږۍ لپاره یو امتحان بللی.

هغه زیاته کړې: « د زړه له کومې د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب له هغو کورنيو سره چې خپل عزيزان يې له لاسه ورکړي دي، څرګندوم او هيله لرم چې د ټپيانو او بې ځايه شويو خلکو دردونه کم شي او زموږ د ټولو په ګډو او صادقانه هلو ځلو به يې درملنه وشي، دا پېښې زموږ د ملي پیوستون او انساني او اسلامي خواخوږۍ یو ازمېښت دی چې له غم ځپلو او دردېدلو سره یې په سملاسي مرستو ثبوت وړاندې کېدلی شي.»

همداراز پخواني ولسمشر حامدکرزي خپل پیغام کې د خواخوږۍ سربېره پر ملي او نړیوالو موسسو او شتمنو افغانانوغږکړی چې زیانمنو سره مرستې وکړي.

کرزي زیاته کړې:« د هېواد په ځېنو ولایتونو کې سېلابونو زموږ ګن شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او هیله لرم چې مرستندویه ادارې او ملي تجاران له زیانمن شویو کورنیو سره مرستې وکړي.»

په کوردننه د خواخوږۍ پيغامونو سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وروستي سېلابونه د اقلیمي بدلون تاثیرات ګڼلي.

بېنېټ وايي: « د قربانیانو کورنیو ته تسلیت واړندې کوم، په افغانستان کې وروستي سېلابونه چې ډېری خلک یې وژلي، د اقلیم نړیوال ګواښ پر  وړاندې د افغانستان د زیانمنتیا روښانه یادونه ده او د طالبانو او نړیوالو  لخوا بېړنیو مرستو او اوږدمهاله پلانونو ته اړتیا ده»

همدارازد افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري؛ ټینګار کړی چې د اقلیم بدلون او ورسره مل ناورینونو سره د مبارزې لپاره دې سرپرست حکومت خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

 امیري وايي: « په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د ګڼو خلکو ژوند اخېستی او د پام وړ زیان یې اړولی دی، د زړه له تله قربانیانو ته تسلیت وایم. د اقلیم د بدلون د ناورینونو سره د مقابلې لپاره، طالبان باید د ټول نفوس ځواک وکاروي.»

سرپرست حکومت په وروستیو سېلابونو کې د مړو او ټپيان شمېر دوه سوه تنه یاد کړی؛ خو د خوړو نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې سېلابونو تر دې دمه له ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي.  

ورته مهال په کور دننه پانګه والو هم په ټولو سوداګرو غږ کړی، څو اوسني اظطراري حالاتو کې په ګډه هېودالوسره مرسته وکړي.

سوداګر محمدنبي افغان وايي: « په دې سختو شرایطو کې زموږ ټرانسپورټ چمتو دی چې د خپلو افغانانو لاسنیوی وکړي او ژر تر ژره دې د حکومت لخوا یوه مشترکه کمېټه جوړه شي چې ټول سوداګر او ورسره سکټورنه او وزارتونه په ګډه د سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.»

سوداګر رحیم ګل مطمین وايي: « د یوه سوداګر په حیث په ټولو ملي سوداګرو، صنعتکارانو او بهر کې مېشتو شتمنو هېوادوالو باندې غږ کوم، چې له سېلاب ځپلو سره دې مرسته وکړي.»

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د لومړنیو ارقامو له مخې، دمګړۍ شپږو ولایتونوکې ۱۰۰ تنه مړه ، ۱۰۰ ژوبل ، ۳۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist