Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې عامو خلکو په شخصي لګښت د یوه سړک جوړولو کار پیل کړی

پکتیا کې عامو خلکو په شخصي لګښت د یوه سړک جوړولو کار پیل کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/09

د پکتیا ولایت میرزکې ولسوالۍ کړکین درې ته غځیدلې لار چې د همدې سیمې نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ ترې د هر راز اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ګټه واخلي، د خرابوالي له امله یې خلک ستونزو سره مخ کړي.

تازه له همدې کړاو د خلاصون لپاره د سیمې اوسېدونکو په خپل لګښت د سړک جوړولو چارې پیل کړې، چې لګښت يې شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ اټکل شوی.

د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« د کړکین ولس بیخي مظلومه ولس ده، هغه بله ورځ زما د ترې مېرمنه مړه وه، پر دغې لاره یې جنازه ښکته کړه. په ګردیز کې مړه شوې وه. جنازه په سخته ده، غله په ستونزه کې ده. په دوبي کې هره ورځ سېلاب راځي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« په دغه سیمه کې شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ ژوند کوي، د دې کورنیو ناروغان، مړي، ټول له ستونزو سره مخ دي، هېڅ وخت ناروغ پر وخت کلینیک ته نه شي رسېدلی.»

د خلکو په خبره لسیزې کیږي، چې هېڅ حکومت یې د ستونزو د حل په تړاو اقدام نه دی کړی او د ژوند ګڼې اړتیاوې په همدې نږدې اته کیلومټره پلې لار د حیواناتو په مرسته پوره کوي.

د دوی په خبره که یې حکومت ملاتړ ونه کړي، ښايي دا شته هڅه یې هم په نیمه کې پاتې شي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ هېڅ شی نه لرو، زه سړک ته راغلی یم، له تاسو مو هېله دا ده، چې غږ مو ټولو دولتونو ته ورسوئ.»

ورته مهال ځایي چارواکي هم د مرزکې ولسوالۍ کړکین درې د اوسېدونکو ستونزې مني او په خبره يې سیمې ته د سړک نشتون دا خلک د ژوند له سخت کړاو سره مخ کړي.

د دغې ولسوالۍ مرستیال خالد وايي، هڅه به وکړي څو لوړپوړي چارواکي د یادې ستونزې د حل په تړاو متوجې کړي.

خالد زیاتوي:« کورونه یې هم زیانمنوي، لارې یې هم زیانمنوي، بیا دوی هم کرار ناست نه دي، عریضې یې کړي او هغه مو اړوند مرجع ته لېږلي. انشاء الله له اړوند مرجع څخه د کرنې برخه کې ډاډ راکړل شوی، د کلیو بیارغونې برخه  کې دا به په وخت سره د بودیجې په شتون سره دغه پروژې او  د دوی ( خلکو) ستونزې به خامخا حل کړو.»

د پکتیا ميرزکې ولسوالۍ کړکین درې اوسېدونکي د لارې نشتون سربېره د پوهنې او روغتیا برخو  د کم رنګه خدماتو له امله هم سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې له سرپرست حکومت یې د ژر تر ژره هواري غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist