که څه هم افغانستان د چرګانو په تولید کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شوی او په کور دننه د بازار تقاضا نږدې په بشپړه توګه پوره کولی شي؛ خو د ځېنو رسنيو له لوري په خپرو شویو راپورونو کې ادعا شوې، چې د افغانستان او پاکستان چارواکو افغانستان ته د پاکستاني چرګانو پر واردولو هوکړه کړې.
د دې راپور په خپرېدو سره له عامو خلکو سربېره د خواله رسنيو کاروونکو هم پر دې هوکړې نیوکه کړې او وايي، له پاکستانه د چرګانو واردات د افغانستان د چرګانو صنعت د تضعيفولو په مانا دی او په خبره يې په اوږدمهال کې دغه صنعت له جدي ستونزو سره مخ کولی شي.
له دې سره د چارو کارپوهان وایي، افغانستان کولی شي د اړتیا وړ چرګان په کور دننه تولید کړي او د نه اړتیا په صورت کې د چرګانو واردات به په کور دننه پانګهوالو ته د خطر زنګ وي.
د چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې د ځان بسیاینې تر حده رسېدلی او که زمینه برابره شي، ان افغانستان کولی شي نورو هېوادونو ته د چرګ غوښه صادره کړي.»
د چارو شنونکی محب الله شریف وايي: « په کوردننه پانګونه به په نورو ډېرو برخو کې هم زړه توري کړي، زما په نظر په دې اړه باید لومړی ملي سروې شوې وای او بیا داسې پرېکړه شوې وای.»
بلخوا سوداګرغوښتنه لري، چې سرپرست حکومت دې په کور دننه د چرګانو د تولید ملاتړ وکړي، څو د پاکستان په شمول له بهره د ټيټ کیفیت لرونکو چرګانو د واردولو مخنيوی وشي.
سوداګر نبي افغان وايي: « موږ د چرګ غوښې په تولید کې باید په ځان بسیا شو او دې ته باید د کرنې او سوداګرۍ وزارتونه برنامې جوړې کړي، په دا تېرو کلونو کې له کومې خوا غوښه راتله، څنګه دې غوښې کفایت کولو او اوس څه د دې لامل شول چې بیا مو هغوی ته اجازه ورکړه، ایا زموږ تولیدات کمزوري شوي، ایا سوداګرو ناوړه ګټه اخېستې؟. ښه خبره دا ده چې موږ باید د غوښې په تولید کې په ځان بسیا شو او د دې لپاره باید حکومت منظم پرګرامونه ولري.»
خو په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت بيا دا ردوي، چې ګواکې له پاکستاني چارواکو سره دې افغانستان ته د چرګانو پر صادرولو هوکړه شوې وي.
دې سفارت په يوه بيان کې ويلي، چې طيور افغاني شرکت او د پاکستان هوپ ادارې ترمنځ د خوراکي توکو پر سر هوکړه شوې او په ياده هوکړه کې افغانستان ته د چرګانو پر صادرولو هېڅ راز بحث نه دی شوی.
یاد سفارت زیاتوي: « د افغانستان طیور شرکت او هوپ ادارې ترمنځ تفاهملیک د طیورغذايي موادو په برخه کې لاسلیک شوی او د چرګانو یا غوښې له وارداتو سره هېڅ تړاو نه لري. له بده مرغه د تفاهملیک په اړه ځېني کړۍ منفي تبلیغات کوي. یاد تفاهملیک د وارداتو په برخه کې د ا.ا.ا د شته قوانینو په رڼا کې امضا شوی. اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو او سوداګریزو تعلقاتو د لاغښتلتیا او معیاري کولو لپاره هر ډول نوښت او هڅې ته ښه راغلاست وایي.»
ځينو چارواکو په دې اړه خپرو شوو راپورونو ته غبرګون کې، د صادراتو او وارداتو په اړه هوکړې اسانې نه ګڼي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر رئیس عبدالله عزام وايي: « افغانستان ته په هر واردېدونکي جنس داخلي تقاضا ته په کتو تعرفه وضع کېږي او له ټاکلې تعرفې څخه په ټیټه بیه یې هېڅوک نشي راوړلی او د وارداتو معامله دومره اسانه نه ده، چې خلک بهر هوکړې وکړي او نور یې وطن ته راباروي.»
له پاکستانه د چرګانو د وارېدولو خبرې داسې مهال کېږي، چې دمګړۍ په پاکستان کې د چرګانو ناروغي زياته شوې او دغلته ۷۰ سلنه چرګان تلف شوي او ۳۰ سلنه نور یې د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي.