Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
موټرچلوونکي د سمنګان- بلخ لویې لارې جوړېدوغوښتنه کوي

موټرچلوونکي د سمنګان- بلخ لویې لارې جوړېدوغوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/08

د سمنګان- مزار او سمنګان- بغلان ترمنځ لاره چې هر ورځ پرې زرګونه نقلیه وسایط تګ راتګ کوي، که څه هم د سمنګان ټولګټو چارو ریاست له لوري څه نا څه رغول شوې، خو موټر چلوونکي یې پر اساسي جوړېدو ټینګار کوي.

یو تن موټرچلوونکی وايي: « له دولته مو هیله دا ده چې دغه سړکونه ترمیم کړي، ځکه له پاټکه چې رااوړې پلونه او موړې ډېرې خرابې دي، موټر هم خرابوي او نورې ستونزې هم زېږوي او دا اوس چې کوم کارونه روان دي په دې هم موږ راضي یو.»

یو بل موټر چلوونکی وايي: « هیله مو همدا ده چې دا سړکونه جوړ کړي، ځکه دا د یوه هېواد بنسټیزه برخه ده، که سړکونه جوړ نه وي نو ستونزې بیخي زیاتېږي.»

د سمنګان ټولګټو چارو رئیس محمد رحمان محمدي وايي، په تېر یوه کال کې يې د يادې لارې د رغولو ترڅنګ يو شمېر نورې عامه پروژې هم تطبيق کړي او ډاډ ورکوي، چې د لويو لارو په اړه د خلکو شکايتونو ته به پر وخت رسېدنه وکړي.

محمدي زیاتوي: « د کال په اوږدو کې چې د ټولګټو وزارت کوم اساسي کارونه کړي په هغې کې یو هم د ایبک- مزار شریف د سړک ۴.۶ کیلو مټره بیا رغونه وه چې دا سړک تر یوه ځایه پورې جوړ شو. دویمه پروژه د ایبک – پلخمري ترمنځ د سړک بیا رغونه وه چې له یوه شخصي شرکت سره یې تړون شوی و او دا هم جوړ شو. درېیمه پروژه چې په عمومي مسیر کې ده هغه د حضرت سلطان پل و چې له خطر سره مخ و او دې لپاره پل پایه جوړه شوه چې نږدې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغی.»

نوموړی وایي، د سږنۍ ملي بودیجې له منظورېدو وروسته به د سمنګان په اړوند ساحو کې اته رغنیزې پروژې پیل شي، چې ورسره به د خلکو ستونزې تر زیات بریده حل شي.

د محمدي په خبره: « د ۱۴۰۳ کال لپاره موږ اته پروژې په پام کې لرو چې زموږ په پراختیايي پلان کې هم شاملې دي، په دې هېله چې بودیجه یې منظوره شي. په دې کې مهم د تاشقرغان تنګی دی چې هلته یوه استنادي دېوال ته اړتیا ده او نږدې راتلونکي کې به ان شاءالله لومړی همدا کار کېږي، ځکه چې دا لاره له خطر سره مخ ده، همداراز کوم پلونه چې ترمیم ته اړتیا لري دا به هم ان شاءالله ترمیموو.»

که څه هم مسوولین دا او دې ته ورته لویو لارو بیارغونې خبر ورکوي، خو بیا هم د سېلابونو راوتلو پر مهال مسافر له ستونزو شکایت کوي او غوښتنه کوي، چې پر بنیادي او اساسي ډول دې يې ستونزې حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist