د اروزګان ولایت مرکز ترينکوټ لویدیځ ته په ۳۰ کیلومټرۍ کې د اب بردې په نوم سیمه چې زرګونه کورنۍ په کې اوسېږي، پر سند د پل نشتوالي له امله ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د سیمې اوسېدونکي مرکز ته د راتلو لپاره د تګ راتګ پر مهال د سیند د اوبو ډېرښت له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
کښتۍ چلوونکي وايي، شپه او ورځ ورته د سیمی اوسېدونکي د ترینکوټ سیند څخه د اوښتو لپاره ورځي.
کښتۍ چلوونکی شېر محمد وايي:« سهار د جومات پر وخت زنګ راته وهل کېږي، چې استاده! موږ ناروغ لرو، ته پله ته راشه او دا ناروغ راسره یوسه. دا درې څلور ورځې کېږي، چې ماته خلک نیمه شپه زنګونه وهي او وايي ناروغان لري. لاره نشته ده، لاره مو اوږده ده، خرابه ده ، څلور یا پنځه ساعته وخت نېسي. نو خلک په دغه لاره ځي، که نارینه دي او که ښځېنه دي. دلته یې زه پورې کوم. ناروغان ډېر زیات دي. »
کښتۍ چلوونکی علي جان وايي:« شاوخوا ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ کسان له سیند پورې کېږي. خلک ډېر په ستونزو کې دي. ژوندی یې ډېر ګواښوونکی دی.»
د سیمي اوسېدونکي د پل نشتوالي له امله زیاتو ستونزو سره مخ دي او موسیساتو او دولته غواړي تر څو پر یاد سیند ورته پل جوړ کړي.
د سیمې اوسېدونکي نعمت الله وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې دلته راته یو پل جوړ کېږي. موږ ډېر له ستونزو سره مخ یو. ښځېنه مو ناروغې وي، موږ یې نشو پورې کولی. »
بل خوا ځایي چارواکي هم د یادې سیمي د اوسېدونکو ستونزوي مني او وایي، ژر به یادې ستونزې له نړیوالو موسیساتو او له مرکزي حکومته سره شریکي کړي.
د اروزګان ولایت اطلاعاتو او کلتور ممشر آغا ولي قریشي وايي:« انشاء الله دې ستونزې ته موږ جدي توجه وکړو او اړوند نړیوالو موسسو سره به دا موضوع شریکه کړو، د موسسو په همکارۍ او یا هم د اسلامي امارت په خپله داخلي بودیجه باندې به دغې ستونزې ته رسېدنه وشي او دا ستونزه به حل شي.»
اروزګان کې نه یوازې د اب بردې سیمي اوسيدونکي د وروستیو ورښتونو له امله د اوبو له زیات والي شکایت لري بلکی ترینکوټ او ولسوالیو کی یي د تګ راتګ لویې او وړيې لاری ویجاړې کړي.