Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وډانټ پټېل: پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې د امریکا همکار دی

‌پټېل: د خپلو ګټو خونديتوب او له افغانانو ملاتړ لپاره کابل سره تعامل اړین دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/02

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال وېډانټ پټېل وايي، له اسلامي امارت سره د خپلو ملي ګټو او له افغانانو د ملاتړ لپاره تعامل کوي او ترهغې به ترې لاس وانخلي چې د هېواد ګټې یې په کې مطرح وي.

د پټېل په خبره، له افغانانو د ملاتړ او د امریکا ملي ګټو لپاره دغه ډول تعامل اړین دی چې پرمټ یې کېدای شي امریکايي بندیان ازاد او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ترې ګټه واخلي.

پټېل زیاتوي: « له طالبانو سره تر هغې له تعامل نه لاس پر سر کېږو چې د هېواد ګټې مو مطرح وي، دا یوازې د امریکا د ګټو خوندیتوب لپاره نه، بلکې له افغانانو د ملاتړ لپاره هم غوره لاره ده. له طالبانو سره تعامل مو له دوی سره د مستقیمو خبرو لپاره زمینه برابروي، دغه تعامل د هغو امریکایي بندیانو د ژر تر ژره او بې قید و شرطه خلاصون برخه کې د فشار راوړلو لپاره چې بندیان دي یو ښه فرصت دی، له دغې لارې امریکا کولی شي څو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې ګټه واخلي او د بشري حقونو مساله هم په کاري اجنډا کې شامله ده.»

اوس غوښتنه دا ده چې افغان حکومت هم باید د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې له ټولې نړۍ سره د مثبت تعامل لار خپله کړي او له امریکا او نړیوالو سره تعامل نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه کار بلل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د افغانستان اوسنی حکومت د افغانستان ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو باید له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل لاره خپله کړي. که چېرې په اوسنیو شرایطو کې امریکا هم چې د نړۍ یو لوی ځواک دی دغسې د یوه مثبت تعامل لاره له افغانستان سره خپله کړي؛ نو زه دا ښکاره د افغانستان او سیمې په ګټه بولم.\»

په ورته وخت کې اسلامي امارت وايي، له ټولو هېوادونو سره تعامل او په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، دا چې واشنګټن د تعامل خبره کړې نو ا سلامي امارت هم د امریکا په ګډون له ټولې اروپا سره د داسې اړیکو پراختیا ته لېواله دی، لکه د افغانستان او اسلامي نړۍ اړیکې.

فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي او اسلامي امارت له پخوا پر دې تمرکز او باور لري چې د سیاسي تعاملاتو او ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې کولی شو چې ټولو موضوعاتو او مسایلو ته مناسبه د حل لار پیدا کړو. دا چې امریکا غواړي له افغانستان سره د تعامل ډګر ته راشي د افغانستان اسلامي امارت هم غواړي د امریکا په شمول له ټولو غربي هېوادونو سره لکه څنګه چې د سیمې او اسلامي نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري له دوی سره هم خپلو ډیپلوماټيکو اړیکو ته پراختیا ورکړي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال یوې خبرې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د بشري حقونو مساله یې هم په کاري اجنډا کې شامله ده.

اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، چې له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري، بهرنۍ پالېسي یې اقتصاد محوره ده او د رسمیت پېژندنې ټول هغه معیارونه یې پوره کړي چې یو هېواد ورته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist