Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان: د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له ټي.ټي.پي سره تړاو نه لري

ملګرو ملتونو له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/01

د ملګرو ملتونو پلاوی او د ننګرهار چارواکي پر زور د پاکستان له لوري راشړل کېدونکو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه سلامشورې کوي.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم کړکېچونو پراختیا موندلې؛ خو دې سازمان افغانستان له یاده نه دی اېستلی او راستنېدونکو افغان کډوالو سره به په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستيال اندریکا رتواتي وايي:« دا چې اړتیاوې ډېرې زیاتې دي؛ په ځانګړي ډول کله چې را ستانه شوي کډوال خپلو سیمو ته ځي، موږ غواړو دوی سره مرستې وکړو؛ تر څو دوی وکولی شي خپلو سیمو کې مېشت شي او د دوی اوږدمهالو ستونزو ته پاملرنه وشي.»

د ننګرهار چارواکي له ملګرو ملتونو غواړي، چې له پاکستانه په جبري ډول د راستنېدونکو افغان کډوالو د دایمي سرپناه او کار روزګار لپاره زمینه برابره کړي؛ څو یې د بیا ځل لپاره مېنې خالي نه شي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري وايي:« دوی ( کډوالو) هلته د کار زمېنه برابره شي. همدارنګه د دوی چې هغه کوم ضرورتونه دي، هغه که د تعلیم برخه ده، که د روغتیا برخه ده او که د ژوند په نورو برخو کې ده، ورته رسېدنه وشي.»

په ورته مهال د تورخم ځايي مسوولین شکایت کوي، چې پاکستاني ځواکونه د سياسي عقدو زور له افغان کډوالو او افغان ناروغانو وباسي، چې د مخنیوي لپاره یې له ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د تورخم کمېسار مولوي عبدالجبار حکمت وايي:« غوښتنه ترې کوو، چې پاکستان زموږ په هېواد کې مداخله بنده کړي. پاکستان کې چې کوم څه پېښ شي، نو دوی په سرحدونو باندې زور راولي، لارو باندې زور راولي، د موټرو تجارت بندوي، مریضان بندوي، لارې بندوي، د دوی په خپله پاکستان کې ستونزې وي، خو ستونزې زموږ لور ته راوړي.»

په تورخم کې په جبري ډول د راستانه شویو افغان کډوالو د لنډمهالي پنډغالي د مسوولینو د مالوماتو له مخې؛ دا مهال د تورخم په لنډمهالي پنډغالي کې د راستانه شویو کډوالو لپاره شاوخوا ۷۰۰ خېمې لګول شوي او همدا راز د نورو اسانتیاوو ترڅنګ د زرو نورو خېمو د لګولو چمتووالی نیول شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist