Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پر دوام نیوکې کړې

 ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پر دوام نیوکې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/01

د ملګرو ملتونو بشري حقونو سترې شورا په ناسته کې چې دوشنبه پيل شوې، د بېلابېلو هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت نیوکې کړې دي.

د دې شورا غړيو هېوادونو استازو د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم بندیز، په زندانونو کې شکنجې، د بیان پر ازادۍ محدوديت او د اقلیتونو حقونه له پامه غورځول د بشري حقونو د نقض اساسي برخې یادې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د بشري حقونو د ارزونې په دوريي ناسته کې د افغانستان بشري حقونو موجوده وضعيت د سمون لپاره نږدې ۲۳۰ وړاندیزونه شوي، چې د ناستې په راتلونکو ورځو کې به پرې بحث وشي.

نوموړی زیاتوي، یوازې روسیې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقص په تړاو له مطرح شویو مواردو سره مخالفت درلود او په خبره یې، روسيه باروي ده چې امريکا د خپل ليدلوري له مخې په افغانستان کې بشري حقونه نقض شوي بولي.

اندېشه وايي: « نږدې ۲۳۰ نوي وړاندیزونه مطرح شول چې په راتلونکو درېیو ورځو کې موږ دغه وړاندیزونه راټولوو او وروسته یې بیا ګورو چې څنګه پر دې وړاندیزونو کار وشي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمد الله فطرت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه بحث ته په غبرګون کې وایي، له دې ډول ناستو د لوېديځ هدف په افغانستان کې د خپلو نسخو تطبيقول دي او په خبره يې د ښځو او نجونو حقونه یې د شریعت له مخې ورکړي دي.

فطرت زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت د واکمن نظام په توګه خپلو ټولو اتباعو ته د اسلامي او شریعي حقونو ورکړې ته ژمن دی؛ نو دا چې غربي نړۍ په افغانستان کې چې دا یوه اسلامي ټولنه ده غربي حقونو د پلي کېدو غوښتنه کوي؛ دا په اصل کې د غربي فرهنګ د تپلو یوه هڅه ده چې افغانان یې په هېڅ ډول نه مني. افغانان ټول اسلامي او شریعي حقوق غواړي او دا د اسلامي نظام له لوري ورکړل شوي دي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې د ولس ملاتړ او له نړۍ سره د تعامل په موخه د ښځو او نجونو پر مخ د کار او تعلیم دروازې پرانېزي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « هيله من یو چې اوسنیو شرایطو او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته په کتو سره هېواد کې اړین بدلونونه څرګند شي، څو په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې موضوع مطرح شي. د دغه ډول سیاست په دوام سره شونې ده چې نه یوازې دا چې افغانستان به لا زیات د نړیوالې انزوا لور ته لاړ شي، بلکې مرستندویه ادارې، موسسې او هېوادونه چې له افغانستان سره مرسته کول غواړي، خپلې مرستې محدودې او یا په بشپړ ډول قطع کړي او دا کار به په اوسنیو شرایطو کې هېڅ د افغانانو په ګټه نه وي.»

د ملګرو ملتونو بشري حقونو ستره شورا هر پنځه کاله وروسته په ۱۴ هېوادونو کې د بشري حقونو د ارزونې په تړاو ناسته لري، چې په دوريي ډول په مختلفو هېوادونو کې بشري حقونه په کې ارزول کېږي.

يادې ناستې ته درې راپورونه وړاندې شول، چې يو يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ستره شورا کې د افغانستان د استازولۍ له خوا چمتوو شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist