Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالد حنفي: د بشري حقونو نقض په اړه د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي

خالد حنفي: د بشري حقونو نقض په اړه د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/01

واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو وروسته د سیمې او نړۍ هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنې مطرح کوي او ټینګار کوي، چې  اسلامي امارت باید د ښځو او نجونو زده‌کړو او کار ته اجازه ورکړي، څو نړۍ رسمي تعاملات ته را وړاندي شي.

تازه د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د پولې تخنیک پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې، د ښځو د حقونو په برخه کې لویدیځ د هغوی له حقونو پر سرغړونې تورنوي او زیاتوي، يادو هېوادونو په افغانستان کې د خپل نظامي او سياسي حضور پرمهال د افغاني کلتور خلاف کړنې کولې.

همدا راز حنفي د بشري حقونو نقض په اړه د نړیوالو اندېښنې بې اساسه بولي او زیاتوي، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ورکړې ته ژمن دی.

حنفي وايي:«  ۴۵ هېوادونه دلته ول، زموږ خوېندو ته یې څه حق ورکړ، بغییر له بې حجابۍ، نور څوک ځواب راکړئ. دا بعضې یې داسې  پياده کړل، چې منفي تبلیغات وکړي. قدرمنو! زه تاسو ته وایم، عالي قدر امیرالمومنین زموږ خوېندو لپاره شپږ ماده ییز مستقل فرمان ابلاغ کړی. امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت دا مسوولیت لري، چې هغه تطبیق کړي او تعقیب یې کړي.»

حنفي وایي، د اسلامي امارت په حاکمېت سره په هېواد کې قوم پالنه ځای نه لري او ټولو اقوامو ته یو شان خدمات وړاندې کېږي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، د حکومت مشرتابه د ښځو حقونو د لا ښه خوندیتوب لپاره ۶ ماده‌یيز فرمان ورکړی، چې د ټولو ښځو حقونو تامین ته په کې جدي پاملرنه شوې.

حنفي وايي:« تاسې زموږ وروڼه یاست، دا نظام یوازې په اسلامي امارت او مسوولینو نه کېږي، دا ستاسو په همغږۍ کېږي.»

له دې وړاندې یو شمېر هېوادونو او بنسټونو پر هغه څه چې په هېواد کې یې د ښځو او نجونو حقونو نقض بللی ، اندېښنه څرګنده کړې ده او د دغو حقونو خوندیتوب یې د  اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د وړاندې شویو شرطونو له ډلې يو بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist