Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شوېګو: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان غړيو هېوادونو ته د ګواښ اصلي سرچينه ده

شوېګو: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان غړيو هېوادونو ته د ګواښ اصلي سرچينه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/28

په سیمه کې له وروستيو سیاسي بدلونونو وروسته باورونه دا دي چې نړۍ دوه قطبي کېدو لور ته روانه ده.

سره له دې چې د چین او منځنۍ اسیا پر هېوادونو سربېره د سرپرست حکومت له روسیې سره هم غوره او نږدې تعاملات لري؛ خو د یاد هېواد دفاع وزارت په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د موجودیت تورونه لګولي دي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې تور پورې کړی، چې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو لپاره اصلي ګواښ له افغانستان متوجه دی چې په خبره يې د بې ثباته او نامالوم سیاسي وضعیت له امله نړیوالې ترهګرې ډلې هلته پناه ځایونه لري.

شوېګو زیاته کړې:« افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو لپاره اصلي ګواښوونکی هېواد دی. هلته د بې ثباته او نامالوم سیاسي وضعیت له امله نړیوالې ترهګرې ډلې پناه ځایونه لري. واشنګټن په منځنۍ او سویلي اسیا کې د خپلو هغو موقعیتونو د بېرته ترلاسه کولو هڅې ګړندۍ کړي، چې له افغانستانه د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته له لاسه وتلي وو. د تروریزم او احتمالي ګواښونو د مخنیوي په تړاو پوځي تمرینونه او ګډه همکاري باید زموږ لومړیتوبونه وي.»

د سیاسي چارو شنونکي باور لري، چې روسیه غواړي د خپلو اهدافو او موخو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان د جګړو په ډګر بدل کړي او ټینګار کوي، چې له سرپرست حکومت او افغان ملت سره دوه مخی سیاست لوبوي.

دوی وايي، که سیمه او نړۍ له ترهګرۍ سره په واقعي مانا مبارزه کول غواړي، د تورونو او ادعاوو پر ځای دې ګډه نړیواله همکاري رامنځته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « لکه غربي نړۍ او پاکستان، ایران او چین په څېر دوی هم د افغانستان له ولس او د افغانستان له جغرافیې او دولتمدارانو سره دوه مخې لوبه کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار پوپل وايي: « که د بحث موضوع مبارزه وي، نو هيله من یم چې یوه نړیواله اجماع رامنځته شي او افغانستان هم باید په هغې کې ګډون ولري. څو څو ځلې د افغانستان اوسني حکومت د سیمې او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به پر هېڅ هېواد برید ونه شي؛ نو ایا د سیمې او نور هېوادونه هم افغانستان ته دا ډاډ ورکولی شي چې هغه ډلې چې د افغانستان ملي ګټو پر وړاندې پلانونه لري د دوی په هېوادونو کې تجهیز، تمویل او مدیریت نه شي؟»

که څه هم اسلامي امارت د روسیې د دفاع وزیر د یادو څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له حاکمیت را وروسته یې په ځلونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او د ګاونډ او سیمې په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي.

د شانګهای همکاریو سازمان د امنیتي همکاریو ټولنه ده، چې روسیه، هند، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان په کې غړیتوب لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist