Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: افغانان باید له تېرو تجربو زده کړه وکړي

حقاني: افغانان باید له تېرو تجربو زده کړه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/28

د غويي (ثور) اتمه چې د پخواني شوروي او د ياد اتحاد په ملاتړ په افغانستان کې د وخت حاکم نظام پر وړاندې د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده.

د اسلامي امارت چارواکو له خوا دغه ورځ د یوې غونډې په لړ کې ونمانځل شوه او د وخت د مجاهدینو له سرښندونو يې ستاینه وکړه.

چارواکي وايي، د پخواني شوروي تحاد پر وړاندې جهاد کې ټول افغانان په برابره توګه سهيم وو او په خبره يې په دې توګه دغه ورځ د ټولو افغانانو د ګډې بريا ورځ ده او هېڅوک دې په شخص پورې تړاو نه ورکوي.

دوی زياتوي، د وخت شوروي اتحاد پر وړاندې د مېرمنو په ګډون ټولو افغانانو جهاد کړی او هغوی ته يې شرمونکې ماتې ورکړې.

د حج اوقافو وزارت سرپرست مولوی نورمحمد ثاقب وايي: « دا یاد لرې؛ ډېرو خلکو ته دا مالومه ده چې په هغه وخت کې هم دا جهاد په اکثریت مطلق سره د علماوو او اهل علم لخوا رهبري کېده. په کندوز او بغلان کې د طالبانو مستقلې جبهې وې، همداراز په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، غزني او همداسې په ټول افغانستان کې دوی موجود وو.»

په ورته مهال یو شمېر نور چارواکي بیا وايي، افغانان باید له تېرو تجربو زده‌کړه وکړي او د هېڅ چا په خبرو ونه غولېږي.

د دوی په خبره، یو شمېر کړۍ په کور دننه او بهر اوس هم هڅې کوي چې د افغانانو ترمنځ ډلې ټپلي جوړې کړي او یو ځل بیا يې په خپل منځي جکړو اخته کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي: « دې ته متوجې شئ، چې اوس څه کول په کار دي، زه یې په لنډو ټکو کې وایم، چې اوس هم هغه دوښمن په کمین کې ناست دی او هڅه کوي په یوه او بل نامه زموږ د ملت ترمنځ نفاق واچوي او افغانان په خپلو منځو کې ووېشي. اوس خدای نظام په لاس درکړی دی او د اسلامي امارت په سر کې ټول علمای کرام دي؛ نو خپل نظام باید وساتي.»

بل خوا د امربالمعرف او نهې عن المنکر وزارت مسوولینو له خلکو غوښتنه وکړه، چې د اوسني حکومت ملاتړ وکړي او ستونزو په له منځه وړلو کې دې چارواکو ته مشورې ورکړي، څو په حکومت کې دننه ستونزې حل او یو بشپړ نظم رامنځته شي.

د امربالمعرف  او نهې عن المنکر وزارت نظامي معين سعید احمد شهیدخېل وايي: « د تجربې په لحاظ، د اسبابو په لحاظ د افغانستان د علماوو او مسلمانانو دا تکل او عظم و چې یوازې او یوازې جهاد، له وطنه دفاع، له خپله دینه دفاع، له خپل استقلالیته دفاع او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، عزت او ناموسه دفاع زموږ وجیبه ده، ځانونه به شهیدانوو، اولادونه به شهیدانوو او نور به یې الله تعالی ته ورسپارو.»

له نن نه پوره ۳۲ کاله مخکې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د غويي ( ثور) په ۷ نېټه  د شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، دا کار د دې لامل شو، چې عام افغانانو د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې جهاد اعلان او وسله‌واله مبارزه پيل کړي، چې د ۱۴ کلونو په تېریدو د شاوخوا دوه ميلیونو افغانانو پر شهادت سربېره د یونیم میلیون هغو په ټپې کېدو او میلیونونه نورو افغانانو په کډوالېدو مجاهدین بریا ته ورسېدل او د شوروي اتحاد ځواکونو پر اېستلو سربېره يې د ياد اتحاد په همکارۍ رامنځته شوی نظام هم نسکور کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist