Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي ستونزو تخار کې د يو شمېر رسنيو فعاليتونه ننګولي

اقتصادي ستونزو تخار کې د يو شمېر رسنيو فعاليتونه ننګولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/28

تخار کې سیمه‌ییز خبریالان وایي، د اقتصادي ستونزو له امله یو شمېر رسنۍ د بندېدو له ګواښ سره مخ دي او که اسلامي امارت ورسره مالي مرسته ونه کړي؛ نو نه شي کولی چې د پخوا په څېر خپل رسنيز فعاليت دوامداره وساتي.

دوی وايي، د پخوا پرتله يې که څه هم د رسنيو د کارکونکو شمېر کم شوی؛ خو اقتصادي ستونزې او د مالي ملاتړ نشتوالی یې د کاري بهير پر وړاندې جدي ننګونې دي.

یو تن خبريال وايي: « اطلاعات پر خپل وخت موږ ته نه رسېږي. تل زموږ هڅه دا وي چې پر خپل وخت اطلاعاتو ته لاسرسی ولرو؛ خو بیا یې هم پر وخت نه شو ترلاسه کولی. بله ستونزه دا ده چې د اسلامي امارت تر حاکیمت وروسته رسنۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ دي او ډېری رسنۍ چې د اړتیا وړ بودیجه نه لري په تخار کې خپل نشرات بند کړي دي.»

یو بل خبريال وايي: « موږ د خبریالانو له ملاتړ کوونکو ټولنو او اسلامي امارته غواړو چې خصوصي رسنیو او د دې رسنیو کارکوونکو ته پاملرنه وکړي.»

ځېنې نور بیا وایي، د تېر په پرتله ورسره د ملکي ادارو همکاري پیاوړې شوې خو په وينا يې نظامي ادارې لاهم  پر وخت ورسره اطلاعات نه شريکوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یو تن ځايي خبریال وايي: « سیمه‌‌ییزو ادارو ته د خبریالانو لاسرسی د تېر په پرتله یو څه ښه شوی دی؛ خو کله چې یوه چادونه ترسره کېږي یا کومه بله امنیتي پېښه رامنځته کېږي نو نظامي ادارې پر وخت موږ ته اطلاعات نه راکوي او همدا لامل دی چې رسنۍ له خپلو سرچینو لکه څنګه چې اړینه  ده، اطلاعات نه شي خپرولی.»

 په تخار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر بیا وایي، اړونده ریاست کار کوي چې په ټولو برخو کې د خبریالانو لاسنیوی وکړي او پرېنږدي چې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله فعالیت بند کړي.

هغه زیاتوي: « موږ هڅه کوو چې د رسنیو تخنیکي او مالي ستونزې د ولایت مقام او همکارو موسسو ته ورسوو. د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د اطلاعاتو مشر تل له رسنیو سره همکاري کړې او راتلونکي کې به هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې رسنیو سره همکاري کوي؛ خو په تخار کې ځېني مغرضي رسنۍ شته چې تل کارونو ته له منفي نظره ګوري.»

د مالوماتو له مخې، په تخار کې د مخکېني حکومت پرمهال (۱۵) غږیزې او انځوریزې رسنۍ فعالې وې؛ خو د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته دوه رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله فعالیت ځنډولی او پاتې نورې هم له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist