Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: اوسنیو شرایطو کې د ټولګډونه حکومت جوړښت ته اړتیا نه لېدل کېږي

مجاهد: افغانستان کې کومه ترهګره ډله فزیکي شتون نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/27

وروسته له هغه چې ایران او پاکستان په یوې ګډې خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت لپاره جدي ګواښ بللی وو،  تازه د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ورازت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د مالیزیا له یوه جګپوړي پلاوي سره په کتنې کې ویلي، افغانستان امن او هېڅ راز ډله دلته فزیکي حضور نه لري.

مولوي یعقوب مجاهد له یاد مالیزیایي پلاوي سره کتنه چې د بهرنیو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونونو استازي په کې دي، په سیاسي، امنیتي او ډيپلوماټیکو اړیکو خبرې کړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر کتنه کې ویلي، په هېواد کې د داعش ډلې په ګډون هېڅ ډله فزیکې حضور نه لري او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

مجاهد  زیاته کړې:« په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت رامنځ ته شوی. په افغانستان کې د داعش په شمول هېڅ یوه ډله په فزیکي ډول وجود نه لري او اسلامي امارت به هېڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو او سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځ ته کړي.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع شمشاد ته ویلي، سراج الدین حقاني له مالیزیا راغلي پلاوي  سره کتنه کې له نشه یي توکو سره پر مبارزې، د پولیسو روزنې او پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي.

حقاني کتنه کې زیاته کړې، افغانستان له ټولې نړۍ  او په ځانګړې توګه له اسلامي نړۍ سره نږدې اړیکې او تعامل غواړي.

ورته مهال مالیزیا کې له افغان کډوالو سره د مالیزیا د خلکو او دولت د ښه چلن او له افغانستان سره د دغه هېواد د اوږدمهاله اړیکو د ستاينې ترڅنګ د دوام غوښتنه شوې.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوهان دا ډول لیدنې د افغانستان او مالیزیا پر ګټه بولي او وایي، افغانستان د تېرو څو لسېزو جګړو له امله ځپل شوی او پاکستان تورنوي چې داعش او نورو وسله والو ډلو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی.

 دوی دغه راز یاتوي، پاکستان له دې لارې هڅه کوي چې خپل لړزانده اقتصاد ورغوي او نړۍ باید پوه شي چې وسله والې ډلې په پاکستان کې مېشتي دي او د مخنیوي لپاره دې هڅې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« افغانستان کې د بل هر وخت پرتله د داعش پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او داعش یوه لوېشت خاوره هم افغانستان کې په لاس کې نه لري. دغه هېوادونه تشوېش لري دا په دې مانا ده، چې دوی اصلا  داعش سره له مبارزې تشوېش لري، چې ولې داعش ډله په افغانستان کې کمزورې شوه؟»

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغان – قزاق نړیوال نندارتون په پرانېست غونډه کې کابل کې وویل، چې د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ، روزنه او پلان جوړونه کوي او په خبره یې د داعش ډلې پټنځایونه په افغانستان کې نشته دي.  که څه هم متقي د کوم هېواد نوم  وانخېست، خو  زیاته یې کړه، چې درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist