د حکومت د اطلاعات او رسنیو په مرکز کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډې همکارۍ د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځنی ملي بحث پیل شو.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت، د اوبو او انرژۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کلیو بیارغونې او پراختیا، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو سربېره کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او غیرې دولتي موسسو استازو ګډون کړی دی.
غونډې ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد د تودوخې پر زیانونو خبرې وکړې او ویلي یې دي چې:« د اقلیمي بدلون اصلي عامل د ګلخانهیي ګازونو انتشار دی چې ډېری یې په پرمختللو هېوادونو کې د فابریکو او صنعت د زیات پرمختګ په سبب رامنځته کیږي. که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر لږ رول لري، خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ، شنو ځمکو، څړ ځایونو، متنوع حیات او نورو برخو کي یې فوق العاده صدمه لیدلې ده.»
دغې ناستې ته عابد زیاته کړه چې پرلپسې وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو او زراعتي محصولاتو کمښت، د خلکو او ټولنو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې او د دوی ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
عابد همدارنګه ویلي:« د وروستیو تحقیقاتو له مخې افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان ویني او منفي نتایج یې تجربه کوي. اقلیمي بدلون یوه بشري مساله ده او له دې مسالې سره باید سیاسي چلن ونه شي. د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره د دولتونو مشترکو اقداماتو ته اړتیا ده او د ټولو اړخونو ګډ کار او همکارۍ ته ضرورت لري.»
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډې همکارۍ د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو دا درې ورځنی ملي بحث چې پرون پيل او تر چهارشنبې دوام کوي، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې کولی شي د اقلیم په اړه دافغانانو غږ تر نړیوالو ورسوي.
نوموړي څرګنده کړې:« له دې بحث څخه زموږ هدف دا دی، ترڅو وکولی شو د اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان د خلکو غږ تر نړیوالو ورسوو او هغه پروژې چې دا مهال په تعلیق کې دي بېرته پیل شي. اقلیمي بدلون یوه بشري مساله ده او زیان یې عامو خلکو ته رسیږي.»
دغه بحث به د ناروې په اوسلو ښار کې د افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانونو او ناوړه اغېزو په هکله له یوه نړیوال کنفرانس سره چې موخه یې تر نړیوالو د افغانستان غږ رسول او د اقلیمي بدلون په برخه کې د تعلیق شویو پروژو بیا پیلول دي، د ویډیو کنفرانس له لارې وصل او د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د اوښتو زیانونو په اړه د مسوولینو او متخصصینو لخوا هر اړخیز بحث او خبرې وشي.