Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: له نړیوالو بندیزونو د وتلو یوازینۍ لار د حکومت او ولس ترمنځ واټن له منځه وړل دي

کارپوهان: له نړیوالو بندیزونو د وتلو یوازینۍ لار د حکومت او ولس ترمنځ واټن له منځه وړل دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/22

له هغې وروسته چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته ورسېد، د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې په دغه هېواد سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګول چې لاهم دوام لري.

په لومړیو کې تمې دا وې چې د دغو بندیزونو عمر به کم وي او لرې به شي؛ خو په دغه برخه کې نړۍ ورځ تر بلې په خپل دریځ ټینګار زیاتوي.

له بل لوري امریکا د افغان ولس نږدې لس میلیارده ډالره پانګه هم کنګل کړې چې دغې چارې د افغانانو پر ژوند ناسم اغېز کړی او پر یوشمېرچارواکو یې محدودیتونه وضع کړي دي.

اوس اسلامي امارت یو ځل بیا پر نړۍ غږ کړی چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

کابل وايي، د دې وخت رارسېدلی چې د امریکا په مشرۍ نړیوال پرافغانستان لګېدلي بندیزونه له منځه یوسي، کنګل شوې پانګه یې ازاده او د افغانانو په واک کې ورکړي او همداراز د اسلامي امارت پر چارواکو لګېدلي سفري او یو شمېر نور تحریمونه هم لرې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت وايي:« پر افغانستان د امریکا له لوري لګول شویو ناروا بندیزونو او محدودیتونو د منځه وړلو غوښتنه د افغانانو حق دی او بیا بیا یې دا غوښتنه کړې ده، چې د امریکا له لوري ټول اقتصادي بندیزونه باید ختم شي او افغانستان د خلکو شتمني چې د امریکا له لوري کنګل شوې ده ازاده او د افغانانو واک ته وسپارل شي. همداراز د اسلامي امارت په مشرانو چې کوم بندیزونه او محدودیتونه وضعه شوې دا هم باید ختم شي.»

خو نړۍ بیا په دې تړاو ځینې شرایط لري چې په وینا یې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په برخه کې لاهم پرمختګ نه دی شوی او همداراز د نظام د څرنګوالي او ټولګډونوالي په تړاو هم کوم ګام نه دی پورته شوی.

خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ويلي چې نظام یې ټولګډونه دی په کابینه کې یې د ټولو ولایتونو استازي حضور لري او د تېر نظام پنځه سوه زره مامورین لاهم په دولتي اداراتو کې پر خپلو دندو بوخت دي.

کارپوهان بیا وايي، پکار ده چې د نړۍ ټولې پلمې ورختمې شي، د نجونو زده کړې او د ښځو د کار مساله چې د افغان ولس غوښتنه هم ده، باید له اسلامي اصولو په اساس ورته زمینه برابره شي چې له دې سره به پر نظام د ولسونو باور لاپسې زیات شي.

د سیاسي چار شنونکی توریالی ځاځی وايي، له نړیوالو بندیزونو د وتلو یوازینۍ لار دا ده چې حکومت باید د عامو خلکو او نظام ترمنځ واټن په بشپړډول له منځه یوسي، سترې هېوادنۍ پرېکړې له ولس سره په مشوره ترسره شي او د ولسونو ترمنځ یووالي لپاره جدي کار وشي.

ځاځی زیاتوي:« د دغه ټولو ناروا جنایتونو او د بهرنیو هېوادونو د دغه بندیزونو یوازینۍ لار له ملت سره د اسلامي امارت یووالی او د ملت مشروعیت ترلاسه کول دي، دوی باید ټولې پرېکړې د ملت په مشوره ترسره کړي، څو ټول ملت د دوی ملاتړ وکړي او هغه وخت نړیوال بیا هېڅ نه شي کولی.»

په ټوله کې باور دا دی چې پر افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې بندیزونو پر افغان چارواکو هېڅ ډول اغېز نه دی کړی خو د څلوېښت میلیونه افغانانو ژوند یې سخت کړی؛ نو نړۍ ته پکار ده چې عام افغانان چې تازه د پنځو لسیزو له اوږدو جګړو راوتلي دي، د خپلو سیاسي موخو قرباني نه کړي او په خپل دریځ کې دې بدلون راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist