Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: پر ښځو د محدودیتونو لرې کول کولی شي ا.ا رسمیت پېژندنې ته نږدې کړي

ګرینفیلډ د افغان ښځو حقونو په برخه کې پر پڅ پرمختګ اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/21

د ښځو حقونو پر محدودیتونو د امریکا او نړیوالې ټولنې د اندېښنو پر دوام، په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لېنډا ټوماس ګرینفیلډ پر نړيوالو د افغان ښځو حقونو په برخه کې د نه پرمختګ له امله نېوکه کړې.

ګرینفیلډ د نیوکې ترڅنګ دغه مساله ناهیلې کوونکې بللې او زیاته کړې يې ده، چې له دې سره به افغان ښځې راتلونکې پورې تړلې هیله له لاسه ورکړي.

ګرینفیلډ ویلي، امریکا د افغان ښځو اړونده مسایل هېڅکله نه هېروي او په خبره یې په دې برخه کې د بې شمېره ستونزو سره سره به، دغه هېواد په دې برخه کې د بندو دروازو د پرانېستلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړې:« زه ویلی شم دا ډېره ناهیلې کوونکې ده. موږ په دې برخه کې ډېر پرمختګ نه دی کړی او زه اندېښمنه یم، چې افغانې ښځې به خپلې هیلې له لاسه ورکړي. دا ډېره اړینه ده، چې تاسې په دې اړه پوښتنې کوئ او موږ هم په دې اړه خپلو پوښتنو ته دوام ورکوو، چې څه باید ترسره شي، څو افغانې ښځې په افغاني ټولنه کې مدغم شي.»

په ملګرو ملتونو د امریکا استازې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنۍ وړاندې تېره ۲۰ کلنه دوره د لاسته راوړنو له پلوه د پرمختګ دوره بللې، خو وايي، دغه لاسته راوړنې واک ته د سرپرست حکومت او د محدودیتونو له وضع کېدو وروسته له منځه تللي.

هغې ویلي، له افغان ښځو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او په دې هڅې کې دي چې هغوی د ټولنې له حاشیې څخه د توجه مرکز ته راولي.

ګرینفیلډ وايي:« موږ د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ وروسته د ښځو په برخه کې ګڼې لاسته راوړونې لرلې. خو اوس موږ وینو چې په دې برخه کې لاسته راونې له منځه تللي. زه ویلی شم، موږ د داسې لارو چارو په لټه کې یو، چې د افغانستان قضیې ته په کې رسېدنه وکړو، ښځې باید په لومړي سر او مرکز کې وي. موږ هغوی نه شو څنډې ته کولی، په داسې وخت کې موږ د یوه توافق په لټه کې یو.»

په ورته مهال د ښځو حقونو چارو یوشمېر فعالانې هم د کار او زده کړو برخه کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه یو ګام شاتګ ګڼي.

دوی په داسې حال کې چې له سرپرست حکومته د دې بندیزونو او محدودیتونو د لرې کېدو تر څنګ له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې غلي پاتې نه شي.

د ښځو حقونو چارو فعاله فروزان داوودزۍ وايي:« د ښځو وضعیت په اړه باید ووایو، که چېرې له داخلي او خارجي بعد یې هم وګورو، یا ورته نظر وکړو، نو دواړه لوري هېڅ کوم پرمختګ یا لاسته راوړنه نه لري، ځکه نه په دې برخه کې نړیوالو بنسټونو کوم فعالیت درلود، چې هغه دې کومه پایله ولري او نه هم د اسلامي امارت مشرانو څرنګه یې چې په کراتو ویلي، چې دا دوی یوه داخلي موضوع ده ا و موږ هڅه کوو چې دا په داخلي شکل حل کړو.»  

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، د زدکړو، کار او یو شمېر ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې پر ښځو محدودیتونه وضع کړل. حکومت که څه هم پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لنډمهاله بللي او د یو مناسب او جامع میکانیزم تر جوړولو یې محدود کړي؛ خو د نږدې درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم دغه مسئله نه ده حل شوې؛ هغه څه په کور دننه او بهر یې شدید غبرګونونه راپارولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist