Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت سرپرست: افغانستان یو خپلواک هېواد دی

کورنیو چارو وزارت سرپرست: افغانستان یو خپلواک هېواد دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/21

د اروپا مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو يو ۱۲کسیز پلاوی د اسلامي امارت چارواکو سره د ليدنو لپاره کابل ته راغلی دی.

 د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ياد پلاوي سره کتلي او پر مهمو مسايلو یې خبرې کړې دي.

د حقاني په خبره نړيوال باید نور دا حقیقت ومني او عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د هېڅ چا لاسوهنې نه مني.

حقاني زیاته کړه:« د ټولشموله نظام او دې ته ورته بحثونو په اړه باید ووایم، دنیا باید نور دا حقیقت ومني او دې سره عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، همداسې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، دا نه خوښوي نور ورته داسې فرمایش ورکړي چې زموږ ملي حاکمیت سره پخلا نه وي.»

د ډاکټر روهي په مشرۍ راغلي پلاوي د ا.ا.امارت تر واکمنېدو وروسته د ډاډمن سرتاسري امنیت، نشه یي موادو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه او نورو برخو کې پرمختګونه وستایل او ټينګار يې وکړ چې دا لاسته راونې بايد وساتل شي.

روهي زیاته کړې:«  تر جګړو وروسته د تېرې ترخې زمانې هېرول، په واقعي مانا د يو بل زغمل او منل، د ښځینه او نارينه و د زده کړو کمي او کیفي لوړوالی، مسلکي خلکو ته د فرصت په سپارلو سره پرمختګ او ثبات ته لار هوارول او نړۍ سره تعامل به افغانستان په ښه مسیر کې واقع کړي.»

دغه راز سراج الدين حقاني ویلي، افغانان له څو لسيزو سختې مبارزې وروسته خپلو اساسي هيلو ته چې آزادي، د خپل وطن مالکیت او اسلامي نظام قیام و، ورسيدل او ټول لوري بايد اوسمهال له رامنځته شوي فرصت څخه د ھېواد د آبادۍ او پرمختګ په موخه کار واخلي.

هغه زیاته کړه:« موږ نړۍ سره په متقابل احترام ولاړ تعامل غواړو، د ا.ا.ا مشرتابه په اختریز پیغام کې ټوله دنیا په واضح ډول ښو اړیکو ته دعوت کړه. د تعلیم بحث موږ پورې اړه لري، موږ خپله یې زمینه برابرو؛ ځکه چې دا زموږ د خپلو بچیانو مساله ده او هېڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي.»

د کورنيو چارو سرپرست وزير د اروپا د مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو دغه پلاوي ته ويلي چې دولت دروازې د ټولو خیرخواهانو پر مخ خلاصې دي او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد پر کچه د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist