Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

سایق: هېواد کې د سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستو لړۍ پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/21

هېواد کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په ډېری ولایتونو کې عامو هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق وايي، له ملي او نړیوالو موسسو سره یې په همکارۍ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو سره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدو پيسیو د وېش لړۍ پیل کړې، چې په وري میاشت کې یې ۲۵۳۹۸ کورنیو سره یادې مرستې کړې دي.

سایق زیاتوي:« له ملي او نړیوالو موسسو سره په همکارۍ په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵ زره ۳۹۸  کورونو ته خوارکي او غیر خوراکي  او نغدو پیسو مرستې وېشلي دي، د دې ترڅنګ له پېښو سره د مبارزې ولایتي رئیسانو د لومړي راپور له مخې، د وري میاشتې له ۲۹ مې تر دا مهاله په غزني، پکتیا،جوزجان،غور، فراه، نیمروز، سمنګان،پروان، هلمند، ننګرهار ولایتونو کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۲۹ هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ کسان ژوبل شوي دي.»  

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، په هېواد کې د وروستیو ورښتو او سېلابونو له امله ۲۵۲۵ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

سایق وايي، ټولو اړوندو ولایتي رئیسانو ته یې لارښوونه کړې، چې په ولایتونو کې زیانمنو ته بېړنۍ او پر وخت مرستې ورسوي.

له دې سره یو شمېر د سیاسي چارو  شنونکي د سرپرست حکومت له اړوندو ادارو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« هیله مو دا ده چې د حکومت بېړنیو چارو وزارت په دې کې رغنده رول ولوبوي، دغه راز هېواد کې چې کوم پانګه وال دي، هغوی دې هم مرستې وکړي، ترڅو اړمنو ته مرستې ورسېږي، د نړیوالې ټولنې سازمانونه چې په افغانستان کې دي، له هغوی مو هم هیله دا ده، چې زیاتې مرستې وکړي.»  

په تېرو څو اوونیو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو له امله سخت سېلابونه راووتل، چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

 د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان له سرپرست حکومت او مرستندیه بنسټونو غوښتنه کوي، چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist