Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېنېټ: د اسلامي امارت تګلارې د بشري حقونو پر زيان دي

بېنېټ: زده‌کړو ته لاسرسی د ټولو خلکو اساسي حق دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/21

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدوديت له امله پر اسلامي امارت د نړيوالو فشارونو ترڅنګ، عام افغانان هم د يادو محدوديتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.

د همدې محدودیتونو پر دوام تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د زده‌کړو د ارزښت په هکله څرګندونې کړې او ویلي دي، چې ښوونې او روزنې ته لاسرسی د ټولو خلکو بنسټیر حق دی او په دې حق کې ممانعت د منلو وړ نه دی.

بېنېټ وايي:« ښوونې او روزنې ته لاسرسی يو بنسټیز حق دی، چې باید په ټوله نړۍ کې خوندي شي او په دغه حق کې تخریب او ممانعت د منلو نه دی.»

ریچارډ بېنېټ داسې حال مهال د زدکړو پر اهمیت ټینګار کوي، چې د ترکیې د پوهنې بنسټ پلاوی په افغانستان کې د ښوونیز فعالیت پراخولو لپاره کابل ته راغلی دی.

که څه هم له اسلامي امارت څخه مو د نجونو د زده کړو دوام په اړه د پوښتنې ځواب ترلاسه نه کړ، خو د حقوقي چارو کارپوهان وایي، د زده‌کړو په اړه د اسلامي امارت تګلاره باید تغییر شي او په خبره یې نړیوالو ته نباید د نیوکې فرصت په لاس ورکړل شي، څو نړیوالې رسمیت پېژندنې ته لاره هواره شي.

د حقوقي چارو کارپوه اسماعیل ځدراڼ وايي:« د اسلامي امارت مشرانو ته پکار ده چې د دې لپاره داسې چوکاټ جوړ کړي چې هغه د اسلام په چوکاټ کې وي، هېڅ څوک هم نه غواړي چې خپلې خویندې یې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بې حجابه ولېږي. موږ داسې وایو، اسلام چې څه جواز ورکړی، کوم حجاب، په هغه چوکاټ کې دې ورته ژر خلاص شي. نور دې نه ځنډوي، دا د دوی ( نجونو او ښځو) حق دی او باید ورکړل شي.»

د پوهنتون استاد اسلام دانشمل وايي:« د قواعدو په رڼا کې دې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي، چې له دې سره به موږ هم نړیوال مشروعیت ته نږدې شوي یو او هم به موږ هغه لوی هدف چې د یوې مرفع او پرمختللې ټولنې رامنځته کول دي، دا به مو  ترلاسه کړی وي.»

د ښځو حقونو فعالانې بيا پر دې باور دي، که چیرې د نجونو پر زدکړو د لګول شوي محدوديت په اړه غور ونه شي، د اسلامي امارت او ملت ترمنځ شته باورمندي به له منځه لاړه شي.

په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له شاوخوا ۹۵۳ ورځو راپدېخوا د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي او له څه باندې يو کال راپدیخوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوې، خو  اسلامي امارت تر اوسه نه دی توانېدلی چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او د دوی د لوړو زدکړو په اړه طرحه نهايي نه کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist