ننګرهار کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین له سرپرست حکومته د ځمکې د ورکړې غوښتنه کوي.
د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استازي چې په یوه ناسته کې سره راټول شوي وو، له حکومته غوښتنه کوي، چې د ځمکو د ورکړې په برخه کې ورسره لازمه همکاري او مرسته وکړي.
یاد استازي که څه هم په تحصیلي برخه کې د سرپرست حکومت له همکارۍ خوښ دي خو وايي، لا یې هم پر وړاندې په ځېنو برخو کې ستونزې شته، چې د حل غوښتنه یې کوي.
د خصوصي پوهنتون استازی شهاب الدین افغان وايي: « د لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړې توګه بیا له اسلامي امارته غواړو چې خصوصي موسسو او پوهنتونونو ته ځمکې ورکړي، ځکه غټه ستونزه چې دوی ورسره مخ دي هغه د ځمکو ستونزه ده او دا د معیارونو غوښتنه هم ده.»
د خصوصي پوهنتون استازی خوشحال جواد وايي: « حکومت ته په کار دي چې په اقتصادي او نورو برخو کې د خصوصي پوهنتونونو ځانګړی ملاتړ وکړي، ترڅو دوی هم خپله پانګونه زیاته کړي.»
په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون مسوولین په دغه ولایت کې د شته خصوصي تحصیلي بنسټونو هڅې او سالم رقابت ستايي او ډاډ ورکوي، چې اړتیا ته په کتو به له دوی سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.
د ننګرهار پوهنتون مرستیال احسان الله ناصح وايي: « د ننګرهار پوهنتون رهبري او استادان چې د څېړنې په برخه کې کافي تجربه لري، د تضمین کیفیت په برخه کې د ننګرهار پوهنتون هغه استادان چې کافي تجربه لري، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دوی ټول به له تاسو سره همکاري کوي.»
ننګرهار کې په خصوصي برخه کې لسګونه د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه شته، چې هر کال ترې زرګونه محصلین فارغېږي.