افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما)مشرې روزا اتونبایوا د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جي شنکر سره نوي ډیلي کې په هېواد کې د شته ننګونو د حل لپاره د سیمهییزو او نړیوالو په همکاریو خبرې کړي.
یوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه لېدنه کې روزا اتونبایوا له افغان ولس سره د نوي ډیلي له بشري ملاتړ او اوږدمهاله ملګرتیا هم مننه کړې.
یوناما زیاته کړې:« د افغانستان لپاره د یوناما مشرې له افغانانو سره د هند بشري مرستو او اوږد مهاله ملګرتیا له امله مننه وکړه او په افغانستان کې یې د شته ننګونو د حل لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې.»
د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي: « ښه ده چې یوناما له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د وصلولو په برخه کې خپلې هڅې وکړي، له نړۍ سره یې پیوند کړي او نړۍ ته د افغانستان یو مثبت تصویر وړاندې کړي، ترڅو نړیوال قناعت ترلاسه کړي او د رسمیت پېژندنې په برخه کې یوه سیمهییزه اجماع رامنځته شي، اوسنی وضعیت مهار شي او نړۍ دې ته چمتو شي چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.»
بل لور ته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر هم پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې سره د افغانستان په تړاو د نظر له تبادلې خوښي څرګنده کړې.
نوموړي ټینګار کړی، چې هند په راتلونکي کې د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې چمتو کړي.
شنکر زیاته کړې: « خوښ یم چې د افغانستان لپاره مې د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره د افغانستان په روانو حالاتو د نظر تبادله وکړه. هند په راتلونکي کې د افغانستان لپاره غنم، درمل، افت وژونکي او د ښوونځي تجهیزات چمتو کړي دي.»
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « هند تل د افغانستان له خلکو سره نېکې اړیکي ساتلي او په بېلابېلو برخو کې یې زموږ خلکو سره مرستې کړي؛ نو هیلهمن یو چې اسلامي امارت هم د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاوڼډيو هېوادونو د ملاتړ د جذبولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د نړیوالې ټولنې او ګاوڼديو هېوادونو مشروع غوښتنې ومني، ځکه په اوسنیو شرایطو کې د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته د سیاسي ننګونو او ستونزو حل شونی نه دی.»
د سیاسي چارو شنونکی شهسوارسنګروال وايي، یوناما له دې لارې هڅه کوي چې د هند کومې اغېزې په سیمه او افغانستان کې موجودې دي، هغه مالومې کړي او په خبره یې د ګاونډي هېواد پاکستان په پرتله یې له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې پاللي.
سنګروال زیاتوي: « که ګټه یې ورته نه رسېږي نو زیان هم نه رسوي؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان چې تل د ټي.ټي.پي خبره کوي او وايي چې افغانستان کې موجود دي او پاکستان ګواښي، همداراز تاجکستان د داعش خبره کوي چې داعش په سیمه کې په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ان تر روسیې پورې چې کومه اندېښنه موجوده ده، دا ټولې هغه خبرې دي چې یوناما غواړي د هند فکر هم دې ته واوړي چې دغه ننګونې څومره مهمې دي؛ زما په نظر څومره چې د ترهګرۍ مساله ده او یا هغه ننګونې چې په دې تړاو په سیمه کې موجودې دي، دا هغه څه دي چې اسلامي امارت په وار وار رد کړي او ویلي دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بهرني پر وړاندې نه کارول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده،چې د یوناما مشرې له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتلي او په افغانستان کې یې د بشري حقونو، مرستو او ښځو حقونو په برخه کې خبرې کړي دي.