Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/20

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) وايي، په افغانستان کې د وري مياشتې له ۲۲ څخه تر ۲۸ پورې د سېلابونو د راوتلو له کبله ۱۵۹۰  کورنۍ اغيزمنې شوې دي.

اوچا د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، د یادو سېلابونو له امله ۳۵ تنه مړه شوي او ۴۷ نور ژوبل شوي.

راپور کې ویل شوي، ورښتونو کې ۴۷ کورونه ويجاړ شوي، چې د سېلابونو له امله تر ټولو ډېر تلفات چې ۱۲ تنه وو، په اروزګان ولايت کې اوښتي دي.

د راپور یوه برخه:« وروستیو پرلپسې بارانونو او شدیدو سېلابونو له امله ۱۵۹۰ کورنۍ د افغانستان په لسو ولایتونو کې اغېزمنې شوې دي چې ۳۵ کسان یې مړه کړي او ۴۷ نور یې ژوبل کړي. ۴۶ کورنۍ یې بې ځایه کېدو ته اړې کړي چې تر ټولو ډېر اغېزمن ولایت بادغیس دی چې دغلته یې ۴ کسان مړه کړي او همدارنګه دغو سېلابونو په افغانستان کې  له ۹۰۰ زیات کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي، نږدې ۲۰۰ نور له نسبي خطر سره مخ شوي دي چې ۶۳۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې تخریب کړې او شاوخوا ۴۷۰ څاروي یې تلف کړي دي.»

اوچا همداراز وروستیو اورښتونو او سېلابونو ته په کتو ویلي، هڅه کوي تر څو د اغېزمنو شویو کورنیو ته  پر وخت مرستې ورسوي.

د راپور یوه برخه:« دا چې د بارانونو نوې څپه پیل شوې اوچا د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې له ادارې سره پر ګډه کار کوي تر څو له اغېزمن شویو کورنیو سره د افغانستان په هغو سیمو کې چې د بارانونو او شدیدو سېلابونو اټکل شوی، پر وخت خپلې مرستې ورسوي.»

اوچا په داسې حال کې نوي ارقام خپروي چې وړمه ورځ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي ول، چې په ټول هېواد کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ژوبل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د هوا پيژندنې ادارې راتلونکې دوې ورځې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

د یادې ادارې د اټکل له مخې، د باران اندازه له ۱۵ تر ۶۰ میلي مترو پورې او د واورې له ۱۵ تر ۳۹ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist