Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
‏هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۰ تنه مړه او ۳۶ نور ژوبل شوي

‏هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۰ تنه مړه او ۳۶ نور ژوبل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/16

له څو ورځو راهيسې د پلازمېنې کابل په ګډون ډېری ولایتونو کې د باران اورېدو په پایله کې د سېلابونو را وتلو له امله، خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، د يادو سېلابونو له امله په ۲۴ ولايتونو کې شاوخوا ۷۰۶ کورونه، ۷زره جرېبه کرنيزه ځمکه او ۱۷۷ کيلومتره لويې لارې او فرعي سړکونه وېجاړ شوي دي.

د جانان په خبره، د کورونو د وېجاړېدو له امله شاوخوا ۵۰ تنه مړه او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

بادغیس، ارزګان، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات هغه ولايتونو دي، چې د نورو پرتله په کې سيلابونو خلکو ته زيات ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

سایق وايي:« په هېواد کې د بارانونو او سېلابونو څپه راغلې، کم هېوادوال یې زیانمن کړي، د هغوی له ډلې شااوخوا ۵۰ هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ورسره په څنګ کې ۳۶ هېوادوال ژوبل شوي، شااوخوا ۷۰۶ کورونه په کلي او جزي توګه په ټول هېواد کې تخرب شوي دي. دغه راز ۷ زره جریبه زراعتي ځمکې هم تخریب شوي دي.»  

سایق وايي، د سېلاونو له امله په ټول هېواد کې له ۲۰۰ زیات څاروي هم تلف شوي او له ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ هم زیانمنې شوي دي.

هغه زیاتوي:« هلته کوم هېوادوال چې په سېلابونو کې بند پاتې ول، له ملي دفاع وزارت سره په همغږۍ موږ  ورته رسېدنه کړې، د  طیارو په وسیله مو هغه هېوادوال خپلو خوندي ځایونو ته لېږدولي دي، ورسره په څنګ کې چې د کومو خلکو کورونه تخریب شوي ول، هغه مو خوندي یعني د دوی خپلوانو کورونو ته ولېږدول. کومو چې هلته ځایونه نه لرل، هغه مو ښوونځيو او نورو خوندي ځایونو ته ولېږدول.»

که څه هم په ډېری ولايتونو کې د بارانونو له امله خلک زيانمن شوي او د دوام په اړه يې اندېښنه لري، خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، په لرې پرتو سيمو کې بزګران د تازه بارانونو له امله د خپلو حاصلاتو زياتوالي ته خوشبين دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وري میاشتې له پیل تر اوسه د سېلابونو له امله ۲۲ زرو زیاتو زیانمنو کورنیو ته د ملي او نړيوالو موسسو په همکارۍ بېړنۍ مرستې وېشل شوي او د مرستو لړۍ لاهم دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist